د پکتیکا ولایت په علي بابا لېسه کې د ښوونکي نړیواله ورځ د یو لړ شاندارو مراسمو پر مهال ونمانځل شوه.
په یادو مراسمو کې د پکتیکا مرسیتال والي عطاالله فضلي ترڅنګ د ولایتي شورا استازو، د بېلابېلو ادارو مسؤلینو، مدني فعالانو، ښوونکو او زده کوونکو برخه اخیستي وه.
پکتیکا مرستیال والي عطاالله فضلي د خپلې وینا پرمهال ټولو ښوونکو ته د دې ورځې مبارکي وویله او د ښوونکو هڅې یې د قدر وړ وبللې.
ښاغلي فضلي وویل، همدا ښوونکي دي چې د هڅو له برکته یې د ټولنې تیاره اړخو د پوهې په رڼا سره روښانه کیږي او خلک د پرمختګ په لوري روانوي.
مرستیال والي زیاته کړه، د پکتیکا ولایتي ادارې د ښوونکو ستونزې درک کړي او هڅه یې کړه چې ډېری هغوی ته د حل لارې هم پیدا کړي.
په همدې حال کې د پکتیکا ولایت د پوهنې سرپرست رئیس محمدکریم اتلوال د مراسمو له ګډونوالو سره د هغو ښوونکو معلومات شریک کړل چې سږ کال نوې مقرر شوي دي.
نوموړی وایي، هڅه یې کړې چې د پوهنې بهیر ته مسلکي او تجربه لرونکي ښوونکي جذب کړي خو له خلکو غوښتنه کوي چې د ښوونیز بهیر د پیاوړتیا لپاره ورسره خپله همکاري جاري وساتي.
د یادونې ده، په نننۍ غونډه کې د غوره ښوونکو په استازیتوب دوو تنو ښوونکو ته د دوی د لا تشویق په موخه د میربچه خان مډالونه هم ډالۍ شول.
درنښت
د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر