پکتیکا : په پکتیکا ولایت کې د ښځو نړیواله ورځ (۸ مارچ) په شاندارو مراسمو د پکتیکا ولایت مقام د غونډو په تالار کې ولمانځل شوه.
یاده غونډه نن یکشنبه د پکتیکا ولایت مقام په مرسته د ښځو چارو ریاست لخوا جوړه شوې وه،په غونډه کې د پکتیکا ولایت مرستیال والي ښاغلي عطاالله فضلي، د ښځو چارو ریسه اغلۍ بي بي حوا خوشېوال،د بیلابیلو ملکي او نظامي ادارو مسوولینو،د پکتیکا ولایت د مرکز او ولسوالیو څخه ګڼ شمیر میرمنو په کې ګډون کړی و، د پکتیکا مرستیال والي ښاغلي فضلي وویل دا غونډه په پکتیکا کې بي ساري ده هغه وویل د ښځي مقام لوړ ده نشو کولای چې په یوه ورځ ځانګړي کولو یې حق ور ادا کړو، ښاغلي فضلي د (۸مارچ) په اړه مفصلي خبرې وکړې اود ښځو چارو ریاست ته یې سپارښتنه وکړه چې خپل فعالیتونه تر مرکز محدود نه کړئ باید ولسوالیو ته هم خپل فعالیتونه وغزوي د پوهني د ریاست څخه یې غوښتنه وکړه چې سږ کال باید یو ښځینه ښوونځی پکتیکا کې جوړ کړي، د امنیه قومندانۍ سرپرست نثاراحمد وویل د ښځي مقام لوړ ده ښځه مور ده او موږ ښځو ته هغه حقوق غواړو کوم چې اسلام ورکړي،د ښځو چارو ریسی د پکتیکا له عالمانو وغوښتل تر څو د ممبر له لارې خلکو ته د ښځو د حقونو د عامه پوهاوي په اړه تبیلغ وکړئ،او زیاته یې کړه موږ د پکتیکا میرمني هغه حق غواړو کوم چې اسلام راکړی،ډاکتر زهرا وویل ویاړو چې نن په پکتیکا ولایت کې د ښځو نړیواله ورځ په داسې شانداره مراسیمو لمانځو ،غونډه د ولایت مقام او ځینو ریاستونو لخوا میرمنو ته د چمتو شویو ډالیو په ورکولو پای ته ورسېده .
نبي الله پیرخیل
د پکتيکا ولايت وياند
دښځو ورځ…؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
مونږ خوکومې ماشومې نه یو چه وژاړو نو په رنګه پتاسه باندې مو خوشاله کړۍ نورې ډیرې ستونزې دي چه باید حل شي سرمې ببر، جامې شلیدلې، پښې لوڅې کورمي وران ژبه مې ورکه امنت مې چا نیولی نه …،په یوه بې معنا ورځ مو غولوۍ.دکمونستانو،درباني خیلو…، په وخت کې مو ډیرې ولمانځلې،کومه ؛؛ګته ئې وکړه :-نه، اوکه داسې حال وي نو هيڅ به ئې ونه کړي۰
دوه نعمته دي چه قدر ئې معلوم نه دۍ: یو دځان روغتیا او بل امن او امان،چه ددنیا او آخرت کارونه په دې دوُ پورې تړلي دي.که امنیت نه وي ددنیا او آخرت تجارت امکان نه لري.او که روغتیا نه وي بیا سړی وروسته پاتیکیږي ددنیا او آخرت له خیر نه،نو سړی د ددې دوُ نعمتو په قدرپوه شي ،او یوازینۍ لاره ددې نعمتو لاس ته راوړل سوله او په سوله کې ژوند ده۰