همت یار جانزی:پکتیکا
دکلیو پراختیایي شوراګانو یوشمیر غړي وایي چې د پکتیکاپه (۱۳) ولسوالیو کې د (۳) کالو راپديخوا دځینو نامعلومو دلایلو په اساس دکلیو دپراختیایی شوراګانو (۱۲۲) میلیونه افغانی دملي پیوستون او دکلیو دپراختیا ریاست له لوري ځنډه ول شوي دي.
دکلیو دپراختیایي شوراګانو غړي وایي چې څه باندې دری کاله وړاندې یې په کلیو او بانډو کې بېلابېلې پروژې بشپړې کړي خواوس یې دملي پیوستون اداره پیسې نه ورکوي.
دپکتیکا ولایت دګیانې ولسوالی د ولوست دکلي دپراختیایي شورا مشر سادات خان وایي چې تقریبأ دری کاله وړاندې دکلیو دپراختیا ریاست اودملي پیوستون په مرسته په یاده ولسوالی کې دبېلابېلو شوراګانو له لوري داستنادي دیوالونو دجوړیدو چارې پیل شوې چې تر ډېره بریده دا پروژه پدې ولسوالی کې بشپړې شوي دي او دځينو یې کارونه نیمګړي پاتې دي. نوموړی وایي چې له هغه مهاله تر اوسه ورته ددې پروژې پیسې نه دي ورکړل شوي چې چارې یې دشوراګانو په شخصي لګښت پر مخ وړل کېدې خو دامهال مزدوران اودوکانداران دشوراګانو له مسئولینو څخه پیسې غواړي چې له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګریوان دي هغه وایي که یې ستونزه ژر هواره نه شي لو ړو مقاماتو ته به مراجعه وکړي .
په زیړوک ولسوالی کې هم دبرک موسسې مشرشمس الرحمن هم وايي چې په نوموړي ولسوالی کې دملي پیوستون لخوا تآسیس شوي دکلیو دپراختیا (۴۰) شوراګانې فعالیت کوي چې ددې شوراګانو لخوا بشپړې شوي پروژو پیسې دکلونو راهیسې ځنډول شوي دي هغه وایي چې ډیری پروژې دشوراګانو او قراردادیانو لخوا په شخصي لګښتونو بشپړې شوي خو اوسمهال یې هم پیسې په بانک کې شته چې په بېلابېلو دلایلو یې پیسې په میاشتو اوکلونو وځنډیدې.
شمس الرحمن وویل چې دزیړو ک ولسوالی دپراختیایي شوراګانو اوس هم (۶۰) میلونه افغانی نا درکه دي چې دوی یې د ځنډیدو په اصلي علت نه پوهیږي.
دپکتیکا دولایتي شورا غړی فضل الرحمن کټوازی هم مني چې دخلکو پیسې ځنډیدلي دي خو وایي چې دحساب دروڼتیا اوشفافیت په خاطر دغه پروسه یو څه ټکنۍ شوي ده.
کټوازی وایي چې دپیسو دځنډ علت دبرک موسسې دولایتي دفتر نه شتون دی هغه وایي چې ولایتي شورا او دملي پیوستون مامورینو جدي هڅې روانې دي چې دبرک موسسې مرکزي اداره دې ته وهڅوي چې بېرته په دې ولایت کې خپل دفتر پرانیزي.
خو په پکتیکا دملي پیوستون مشر انجینر جاویداحمد هجرت دخلکو دا خبره نه مني چې د شوراګانو پیسې په کلونو ځنډیدلي دي هغه وایی چې دشپږو میاشتو راپدیخوادځینو تخنیکي او امنیتي ستونزو له وجې دملي پیوستون پروګرام یو څه ټکنۍ شوی دی
هجرت وایي چې دخلکو پیسې له موږ سره په بانک کې شته چې دا ستونزه به په نږدې راتلونکې کې هواره شي.
نوموړی وایي چې دوی او دکلیو دپرختیا وزرات دډیرو وختو راپدیخوا دبر ک دهمکارې موسسې سره په تماس کې دي خودبرک موسسې مسئولین دځينو اداري او امنیتي ستونزو له وجې تراوسه دې ته نه دي حاضر شوي چې په پکتیکا کې بېر ته خپل دفتر پرانیزي. دهغه په خبره چې د وزرات مقام او ولایتي اداره پدې هڅه کې ده چې په خپله دبرک اویا دبرک موسسې بدیل پیداکړي چې داستونزه تر یو بریده هواره شوې او په نږدې راتلونکي کې به دشوراګانو پاتې پیسې ورکړي.
دیادولو وړده چې د هېواد په نورو ولایتونو کې دملي پیوستون دپراختیایي پروژو دوهم او دریم پړاو دبشپړیدو په حال کې دی خو په پکتیکا کې تر اوسه لا هم دملي پيوستون د پراختیایي پروژو لومړی پړاو نه دی بشپړ شوی