په مرکز ښرنه کې د زراعت مسلکي لیسې لپاره د کرکټ لوبغالی نن د پکتیکا د والي امین الله شارق ، د ولایتي شورا منشي عزیز عزیز او د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس نجیب الله جاهد لخوا د پټۍ په پریکولو سره رسمآ پرانیستل شو.

په همدې مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د پکتیکا والي ، د ځینو ادارو مسېولینو، د ولایتي شورا منشي ، د مدني ټولنو فعالینو ، قومي مشرانو او د رسنیو استازو برخه اخیستې وه.

د پکتیکا والي امین الله شارق د پټۍ پریکولو پر مهال د ورزشي لوبغالي افتتاح د زراعت مسلکي لیسي ټولو زده کوونکو ته مبارکي وویله او ویې ویل چې پدې سره به ځوانانو ته ښه سالم کاري فرصت پیدا شي.

ده زیاته کړه چې که څه هم کرکټ په افغانستان د نورو هیوادونو په پرتله زیاته مخینه نه لري خو زمونږ ځوانانو نړیوالو ته وښوده چې افغانان د لوبو په ډګر کې هم وړتیا لري او افغانستان یې د نورو سیالو هیوادونو په قطار کې ودراوه.

نوموړي وویل چې پدې سره به ځوانانو ته سالم مصروفیت پیدا شي ، په نشه یې توکو به نه روږدي کیږي،بي کاري او نورو بدو کړنو څخه به په امان وي.شارق زیاته کړه ما د ځوانانو سره ژمنه کړې چې ځوانانو ته به سالم کاري فرصتونه برابروم،پدې برخه کې د مدني ټولنو همکاري غواړم.ځوانان د یوې ټولني د ملاتیر حیثت لري باید ځانګړي توجو ورته وشۍ.

د کلیو پراختیا او بیا رغونې رییس نجیب الله جاهد د غونډې ګډونوالو ته وویل چې یاده ورزشي پروژه د کلیو پراختیا او بیا رغونې ریاست په چوکاټ کې د ثبات برنامې لخوا د ۱،۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې چې چاري یې په د څلورو میاشتو په موده کې بشپړي شوي.

جاهد زیاته کړه دې ته ورته نورې ګټورې ورزشي پروژې په ولسوالیو کې هم ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي چې په سلګونو ځوانان لوبي په کې کوي.

د پکتیکا د ولایتي شورا منشي عزیز عزیز له یادې پروژې څخه خوښي څرګنده کړه او دې ته ورته د نورو پروژو غوښتونکی شو.

نبي الله پیرخیل

د پکتیکا ولایت ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *