د پکتيکا ولايت مقام د رسنيو دفتر
خبرپاڼه
پکتيکا: د (( نژاد يو )) عملياتو په پايله کې ۴۵ تنو د دولت وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتي او شپږ تنه ژوندي نيول شوي دي.
۱۳۹۳کال د غويي ۲۷ نېټه
د ملي اردو په مشرۍ د (( نژاد يو )) په نوم پوځي عمليات د تيرو څلورو ورځو راهيسې د پکتيکا ولايت په شکين، برمل، سروضې، خيرکوټ او خوشامند ولسواليو کې روان وو، چې په لړ کې يې د دولت ۴۵ تنو وسلوالو مخالفنيو ته مرګ ژوبله او��تي او شپږ تنه هم ژوندي نيول شوي دي.
په پکتيکا کې د ملي اردو د دوهمې پلي لوا قومندان بريد جنرال عبدالواسع ميلاد وايي، چې د (( نژاد يو )) په نوم پوځي عمليات يي د دولت د وسلوالو مخالفينو د تش په نوم خيبر عملياتو په ځواب او د راتلوونکو ټولټاکنو د دوهم پړاو د ښه ترسره کيدو په موخه پيل کړي وو، چې ښه پايله يې درلوده، جنرال ميلاد زياته کړه د (( نژاد يو )) په نوم عملياتو په پايله کې د پکتيکا ولايت شکين، برمل، سروضې، خيرکوټ او خوشامند ولسواليو ځينې تر ګواښ لاندې سيمې ډاډمنې شوي دي، د جنرال په خبره د (( نژاد يو )) په نوم عملياتو کې يو دېرش تنه د دولت وسلوال مخالفين وژل شوي، څوارلس تنه ټپيان شوي او شپږ تنه يې هم د مخامخ جګړې پر مهال ژوندي نيول شوي دي، د نوموړي په خبره د عملياتو پر مهال دوه تنه د ملي اردو سرتيري شهيدان شوي او اوه عرادې موټر سايکلونه، لس حلقې ماينونه او نور ګڼ شمير سپکې او درنې وسلې دوی لاسته ورغلي دي
د يادولو ده چې د (( نژاد يو )) په نوم څلور ورځني پوځي عمليات نن پای ته ورسېدل چې په سيمه کې ملکي وکړو ته هيڅ زيان ندی اوښتی
مخلص افغان
د پکتيکا ولايت وياند