د پکتیکا ولایت د بېلابېلو ولسوالیو له (۳۷) هغو کورنیو سره د ( سوليډريټي انټرنشنل ) موسسې له لوري مرسته وشوه چې مرکز ښرنې ته د ناامنیو،طبعي پيښو او بې وزلی له امله را کډه شوي وو او د سرپانه لپاره یې څه نه درلودل.


د پکتیکا ولایت مرستیال والي عطاالله فضلي په خپلو خبرو کې وویل: چې دا هغه بې ځایه شوې کورنې دي چې د سختو مشکلاتو له امله د بېلابېلو ولسوالیو څخه مرکز ښرنې ته راغلي وو.


فضلي وویل په دغه مرستو کې هرې کورنۍ ته د شل زره افغانیو تر څنګ خیمې، د اشپز خانې لپاره سامان، ګرځنده تشنابونه، ترپلونه، توشکې، کمپلې او نور د اړتیا وړ توکي شامل و چې نن ورځ مو دوی ته وسپرل.


ده دغه راز وویل ولایتي اداره هڅه کوي چې د دا ډول نور کورنیو سره هم ورته مرستې وکړي.


د یادولو وړ ده چې دوه ورځې وړاندې هم په اته نوي کورنیو باندې ورته مرسته ويشل شوي وه

د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *