محمد اکرم شهاب  \ پکتیکا   

پکتیکا ته د کانکور ازموینې د څارنې او تطبیق په موخه د لوړو زده کړو وزارت د راغلي پلاوي استازي خاموش تاند ته وویل چې تېرکال ازموینه د دې ښکارندويي کوي چې سږنۍ کانکور ازموینه به هم ډېر شفافه وي.

نوموړی وایې چې په ازموینه کې هیچاته د لاس وهنې او صحنې ته د ننوتلو اجازه نشته ، د دې ترڅنګ د ازموینو د فورمو جوړښت داسي دی چې هر زده کوونکي ته به خپل حق رسېږي.

د پکتیکا پوهنتون رییس دریاخان هڅاند وایې چې سږ هم په ازموینه کې د برخه اخیستونکو زده کوونکو شمېر تر پخوا ډېر دی او پکتیکا کال تربله د پوهنې په برخه کې ډېر پرمختګ کوي.

هڅاند دغه راز وایې چې د ۹۸۹ زده کوونکو له ډلې لس تنه نجونې زده کوونکې هم د کانکور لپاره بایومیتریک شوې چې دوو تنو یې په ازموینه کې برخه اخیستي وه او نورو یې د ځینو ستونزو له کبله ازموینې ته رسېده ګي نه ده کړي.

د پوهنتون رییس دغه راز وایې چې سږ کال د  پکتیکا پوهنتون  د محصلینو جذب ظرفیت تر تېر کال دوه سوه تنه ډېر لري.

د مروا په نوم د پکتیکا یوې اوسېدونکې او د کانکور  برخه اخیستونکې تاند ته وویل ډېره خوښه ده چې په خپل ولایت کې د لوړو زده کړو د ترلاسه کېدو لپاره ازموینه ورکوي.

هغې وویل چې د کانکور د اماده ګي لپاره یې دوه کاله کابل کې زده کړې کړي دي.

داپه داسي حال کې ده چې په پکتیکا کې د ښځینه زده کوونکو ډېر کم تعداد او په کانکور کې د دوی ډېر کمرنګه شمېر د پوهنې بهیر اساسي ستونزه ده .

د پوهنې ریاست مسؤلین خبر ورکوي چې تر پخوا اوس د دې ولایت د نجونو په ښوونځيو کې د زده کوونکو شمېر ډېر شوی او په تېر ښوونیز کال کې یې پنځوس تنه له دوولسم ټولګۍ فارغې شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *