په پکتیکا ولایت کې د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت په چوکاټ کې د باغدارۍ او مالدارۍ ( (NHLP ملي پروګرام له لوري خلکو ته په څلور زره جریبه ځمکه باغونه جوړیږي.
پکتیکاوالو ته د یاد پروګرام له لوري د نیالګیو وېشل د شنبې په ورځ پیل شول.
پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وایي چې پکتیکا د باغدارۍ لپاره مناسبه سیمه ده او په خبره یې بېلابېل ډوله میوه لرونکي نیالګي ښه پایله ورکوي.
ښاغلي وحدت وویل، همدې ځانګړنو ته په کتو سره په پکتیکا کې د باغدارۍ ملي پروژه پلي کیږي او خلکو سره د باغونو په جوړولو کې مرسته کوي.
د وحدت په خبره، د همدې پروګرام له لوري لس ډوله میوه ورکوونکي نیالګي خلکو ته وېشل کیږي چې په وینا یې یاد نیالګي په پکتیکا کې پایله ورکوي.
په همدې حال کې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې مسؤل انجینر محمدریاض وایي چې نه یوازې دوی پکتیکا والو ته باغونه جوړوي بلکې له کروندګرو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کوي.
دده په خبره، هڅه کوي چې کروندګرو ته روزنیز پروګرامونه جوړ کړي او ددوی سره د باغدارۍ او مالدارۍ د ښه والي په برخه کې کار وکړي.
بل لورته پکتیکاوال یاد پروګرام ګټور بولي او زیاتوي چې له دې وروسته به خپلې پراخې ځمکې په باغونو وپوښي.
دوی وایي، هڅه به وکړي چې د مسلکي کسانو په مشورې خپل باغونه په مسلکي ډول جوړ او پالنه یې وکړي.
د یادونې ده چې پر دې سربېره سږ کال د زرغونې پکتیکا په نوم دنیالګیو د کېنولو لړۍ هم په پکتیکا کې پیل شوې او ټاکل شوې زرګونه میوه لرونکي او بې مېوې نیالګي دغلته کېنول شي.
ددې ترڅنګ په پکتیکا کې په یو شمېر لویو کانالونو او بندونو هم کار روان دی چې د کروندګرو د اوبو ستونزه به ورسره حل شي.
درنښت
د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر