د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې له ۳۰ هغو کورنیو سره ژمنۍ مرسته ترسره شوه چې په دې وروستیو کې د یاد ولایت له بېلابېلو سیمو څخه د نا امنیو له کبله راکډه شوې.

په دغو بې وزله کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي ( خېمې، کمپلې، د ماشومانو لپاره د پوښاک ژمني توکي، وریجې، غوړي، بوره …) شامل وو.

پکتیکا والي محمدالیاس وحدت خپله سیمې ته ورغی او په خپل لاس یې په یادو کورنیو مرسته وویشله.

ښاغلی وحدت وایي، یادې بې وزله کورنۍ په سخت حالت کې ژوند کوي او  زیاتوي چې تر خپله وسه یې ورسره ژمنۍ اړینې مرستې ترسره کړې.

دده په خبره، که څه هم یادې مرستې د دوی لپاره بسنه نه کوي خو وایي چې له دوی سره به د مرستو لړۍ دوامداره وي او وخت ناوخت به یې لاس نیوی کوي.

وحدت په نورو مؤسسو او خیریه بنسټونو غږ کوي چې د ژمي په سخت ساړه کې له دا ډول کورنیو سره بېلابېلې مرستې ترسره کړي.

بلخوا په سیمه کې مرسته تر لاسه کوونکي کسان د مرستې په ترلاسه کولو خوښ ښکارېدل او زیاتوله یې چې دا به یې د ژمي سختۍ یو څه ور اسانې کړي.

دوی وایي چې خپلې اصلي مېنې یې د نا امنیو له امله پراېښي او له مجبورۍ یې سړې هوا او واورې ته اړولي دي.

یادې کورنۍ له مرسته کوونکو ادارو د ډېرو مرستو غوښتنه کوي او زیاتوي چې باید بې وزلۍ ته په کتو یې لاسنیوی وشي.

د پکتیکا په مرکز ښرنه کې په ۳۰ بې وزله کورنیو په داسې حال کې خوراکي او غیر خوراکي توکي وېشل کیږي چې لا هم ډیری پکتیکا وال له ګڼو اقتصادي ستونزو کړیږي.

که له دولت سره په خوا کې مرستندویه ادارې هم د بې وزله کسانو سره مرستو کولو ته را ودانګي، لرې نه ده چې د خلکو د غربت کچه به تر یوه بریده را ټیټه شي.

 د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *