پکتيکا:

د دوو شنبې په ورځ د پکتيکا مرستيال والي انجينرشېرباد شاه ارګوني له خوا   ۱۵۳ ښوونځيو ته د ودانيو د جوړولو چارې رسمآ پېل شوې.

دغه ودانۍ د پکتيکاپه بېلابېلو سيمو کې د کليو پراختيا او بيا رغونې وزارت د اقرا برنامې په چوکاټ کې جوړيږي.

هغه مراسم چې په همدې موخه د يحی خېلو ولسوالۍ په انګړ کې نيول شوي وو، د ملکي او نظامي ادارو مسؤلينو، قومي مشرانو، ديني عالمانو، د مدني ټولنې فعالانو، د رسنيو استازو او ځوانانو پکې ګډون  کړی وو، مراسمو کې د پکتيکا مرستيال والي انجينر شېرباده شاه ارګوني وويل چې پردغو ۱۵۳ ودانيو شپږسوه دولس ميليونه افغانۍ لګښت راځي او د جوړولو چارې به يې د دوو کلونو په اوږدو کې بشپړې شي.

پکتيکا مرستيال والي وايي د دغو يوسلو درې پنځوس ښوونځيو ودانۍ به په اوه لسو ولسواليو کې جوړې شي چې په دې سره به د سلګونه زره زده کوونکو هغه ستونزې هوارې شي چې په خلاصه فضاء کې يې ګرمۍ او يخنۍ ته زده کړې کولې.

د  سيمې قومي مشرانو له ولايتي ادارې او مرکزي دولت مننه کوله چې پدغه ولايت کې يې  د ۱۵۳ ښوونځيو د جوړولو چارې پېل کړې او همدا شان غوښتنه يې کوله چې پکتيکا ته لا زياته پاملرنه وکړي تر څو په دغه ولايت کې د بيا رغونې نورې پروژې هم پلي شي.

د يادونې وړ ده چې د  دا ډول ودانيو جوړولو  طرحه تېر کال د پکتيکا والي محمدالياس وحدت  په دغه ولايت کې جوړه او ولسمشرۍ ماڼۍ سره يې شريکه کړه له همدې امله چې دا يوه ګټوره طرحه وه نو ولسمشر په ټول هيواد کې د کليو پراختيا او بيا رغونې وزارت په چوکاټ کې  شپږ زره ښوونځيو ته د ودانيو د جوړولو حکم ورکړ او اوس د کليو پراختيا وزارت له لوري پلي کيږي.

درنښت
د پکتيکا ولايت رسنيز دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *