د پکتيکا ولايت مقام د رسنيو دفتر

خبرپاڼه

پوله ساتوونکو پوليسو د يوه کمين په ترڅ کې پنځو وسلوالو ته مرګ ژوبله اړولي او څلور وسلوال يې ژوندي نيولي دی

۱۳۹۲کال د تلې ۲۸ مه نېټه

     د پکتيکا ولايت ګومل سرحدي ولسوالۍ د زمين توی په سيمه کې د شپږم کنډک پوله ساتوونکو پوليسو د يوه کمين په ترڅ کې پنځو وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولي او څلور وسلوال مخالفين يې ژوندي نيولي دي

نن غرمه ۱۲:۳۰ ياد وسلوال مخالفين هغه مهال د ګومل سرحدي ولسوالۍ د زمين توی په سيمه کې د پوله ساتوونکو پوليسو تر بريد لاندې راغلل چې له پولې رااوښتي وو او هڅه يې کوله تر څو زمونږ په هېواد کې ورانکاري کړنې وکړي، چې د بريد په ترڅ کې درې تنه وسلوال مخالفين ووژل شول، دوه تنه ټپيان او څلور تنه ژوندي ونيول شول، له وژل شويو، تپيانو او ژونديو نيول شويو وسلوالو مخالفينو څخه درې ميله کلاشنکوفونه، يو ميل پيکا او درې موټر سايکلونه هم د پوله ساتوونکو پوليسو لاس ته ورغلي دي .

په نښته کې ملکي وګړو او يا هم پوله ساتوونکو پوليسو ته زيان ندی اوښتی

مخلص افغان

د پکتيکا ولايت وياند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *