خبریال: محمد اکرم شهاب پکتیکا (ښرنه)
د پکتیکا په جاني خېلو ولسوالۍ کې نن د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله درې ملکي وګړي وژل شوي او نولس نور ټپیان شوي دي.
د والي ویاند محمد رحمن ایاز نن /چهارشنبه/ وویل ، سهار لس بجې د جاني خېلو ولسوالۍ په بازار کې په موټرسایکل کې د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې په پایله کې درې ملکي وګړي وژل شوي او نولس نور ژوبل شوي دي.
نوموړی وایي دغو موادو ته د ریموټ په واسطه چاودنه ورکړل شوې ده.
د والي ویاند وایې، مړه او ټپیان د یادې ولسوالۍ هټیوال او نور عام هیوادوال دي.
دی وایي چې ټپیان په امبولانسونو کې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د نوموړي په خبره، تر چاودنې څو شېبې مخکي له بازاره د پولیسو ګزمه تېره شوې وه او څو تنه پولیس د چاودنې له ځای څخه په لري فاصله کې ولاړ وو.
د ښرنې ملکي روغتون یوه سرچینه وایې چې په پېښه کې اتلس تنه ټپیان شوي دي، خو دې روغتون ته تر اوسه اته تنه ور وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده چې تېره اونۍ په اورګون ولسوالۍ کې هم د وسله والو طالبانو په خښ شوي ماین دوولس ملکي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان وو.