خبریال:علي محمد نظري (ښرنه) د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنې کې نن /دوشنبه/ یوه پولیس لومړی خپله مېرمن وېشتې او بیا یې ځان هم وژلی دی.
د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمرسمونوال نثاراحمد عبدالرحیمزي د دې پېښي د تاییدولو په ترڅ کې تاند ته وویل:«نن سهار لس بجې یوه تن چې په ملي پولیسو کې یې دنده درلوده د ښارپه منځ کې لومړی خپله مېرمن ووژله او ورسته یې ځان هم وویشت».
عبدالرحیمزی وایي چې د پېښې په اړه څېړنه روانه ده.
ویل کېږي چې وژل شوې مېرمن هم په پولیسو کې دنده درلوده، خو د امنیت آمر دغه خبره نه مني.
د ښرنې ښار یوه اوسېدونکي او د پېښې عین شاهد خیال محمد تاند ته وویل:«د ښار په منځ کې یو تن راغی پر یوې مېرمنې یې د کلاشینکوف ډزې وکړې، هغه یې ووژله او بیا یې خپل ځان هم ووېشت.»
خیال محمد وایي، وروسته دوی خبر شول چې وژل شوې مېرمن د وژونکي مېرمن وه او قاتل چې خپله یې هم ځان وژلی په مټاخان ولسوالي کې دپولیسو سرتېری ؤ.
د سرچینې په وینا مېرمنې او خاوند په کور کې شخړه کړې، او وروسته مېرمن ښرنې ښار ته راغلې او غوښتل یې پولیسو ته شکایت وکړي چې پر همدې مهال یې خاوند پرې ډزې کړي.
د ښرنې ملکي روغتون مشر ډاکټر چنار صدیقي وایي چې دوی ته د یوې مېرمنې او یوه سړي، چې نظامي یونیفورم یې اغوستی ؤ، جسدونه وروړل شوي دي.
صدیقي وایي چې دوی له خلکو اوریدلي چې وژل شوي سړي مېرمن او ځان دواړه ویشتي دي.
د ویلو ده چې وژل شوې مېرمن له دې وړاندې دوه ځلې له نورو کسانو سره هم واده کړی ؤ، خو د کورني تاوتریخوالي او اختلافاتو له امله یې بیرته موضوع طلاق ته رسېدلې وه.