تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې افغان امنیتي ځواکونو په پکتیکا ولایت کې ۲۷ پاکستانیان له وسلو سره نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت نن وویل چې دا کسان د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ /اګست۲۶/ په داسي حال کې ونیول شول چې په څلورو موټرو کې یې سفر کاوه.

د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، وروسته له دې چې د پاکستاني وسله والو موټرونه له ډیورنډ کرښې راواوښتل، د افغان سرحدي پولیسو له لوري ودرول شول.

د کورنیو چارو وزارت په وینا نیول شوي وسله وال پاکستانیان د پوښتنو – ګروېږنو لپاره کابل ته رالېږل شوي دي.

پاکستان تراوسه پوري په افغانستان کې د خپلو دغو اتباعو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

تېره اوونۍ د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز ویلي و چې که افغانستان په خپله خاوره کې د پاکستان د لاسوهنې شواهد لري یا پر کونړ ولایت د حملو اسناد لري نو اسلام اباد ته دې وښيي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې له پاکستاني اتباعو سره یې (AK-47) ماشینګڼې، تمانچې او موتورولا مخابرې نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي وویل:«دا ډول پېښې باید جدي تروریستي خطر وګڼل شي. له بده مرغه دا ډول فعالیتونه، چې د پولې له بلې غاړې تنظیمېږي، له ډېرو کلونو راهیسي روان دي. په پکتیکا او نورو ولایتونو کې زموږ سرحدي ځواکونه روزل شوي چې دا ډول ګواښونو ته ځیر واوسي او تروریستان ونیسي.»

په همدې حال کې د کندهار ولایت چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د ملي امنیت منسوبانو ۵ ترهګر نیولي دي.

د کندهار ولایت په مطبوعاتي خبرپاڼه کې د نیول شویو کسانو نومونه (محمد قسيم د محمد ظاهر زوى، اخترمحمد د جمال زوى، خيرالله د دادمحمد زوى، علي احمد د عبدالواسع زوى) ښودل شوي او ویل شوي چې نیول شوي کسان د ژېړۍ ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

د هلمند چارواکي بیا وايي چې په ګرمسېر او خانشین ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۳۵ وسله وال سخت دریځي وژل شوي دي.

د جګړې په اړه د هیڅ لوري ادعاوې په خپلواک ډول تایید یا رد کېدای نه شي.

0 thoughts on “په پکتیکا کې ۲۷ پاکستانیان له وسلو سره ونیول شول”
  1. که زموږ استخبارات مسلکی کسان ولری له دې ۲۷ وو کسانو څخه باید داسې ګرویګنې وکړی چې دپاکستان ټول کرغیړنې موخې په مستند ډول پیدا اوداسې کوچ ترې وباسی چې دوه میاشتې دهغو پر اساس عملیات وکړی اونور ترهګر هم پیدا کړی. بایددا کار وشی

  2. دملي امنيت دمحترم لوي رياست او بالخاصه دمحترم لوي ريس صاحب خخه ،صميمانه او ديو بخواني كار كونكي به توكه جه به دي لار كي لويه تجربه لرم لاندي بشنهاد لرم.
    دا لأسوهنه دباكستان د دولت زمونز به داخلي جاروكي أولينه او أخرينه مداخله نه ده اونه به وي دسر تاج عزيز،غيري مسولانه خبري تر نري والو أجانسو وهم ورسيدي.
    داجه دا إنكار نا بذير إسنا او شهود دي ددوي دوسيه دقانونى او بين المللي قوانينو سره سمه مخ به وراندي لاره شي دمسلكي ،با تجربه ،مسطنتقينوله خوا به مخه يو ورل شي بهتره به وي.ترخو دبين المللي قوانينو به جو كات كي دانتقاد كوته تاسي ته متوجه نه أوسي
    لازم بولم؟
    جه د كرفتار كنند كانو له خوا محضر كرفتاري ،ترتيب اوبه محضر كرفتاري كي ،ساعت كرفتاري ،محل كرفتاري ،شكل كرفتاري ،إسناد ،سلاح ووسائط ومبرد سلاح ونمبر د شاسي سره دنورو تفرعاتو به محضر كرفتاري كي درج شي حتي دهر نفره سره خومرمي او مارك د سلاح او مرمي ذكر شي محضر تلاشي شخصي دهر نفر دباره جداً كانه او تول هغه خه جه به لاس راغلي ددوي به محضر كي ورسييزي
    دكر فتار كنند كانو خخه تحريري احضارات دشهو د واخستل شي به دوسيه كي واجول شي
    نورنو بعدي تحقيق تاسي خبله بو هيزي خنكه جه لازم وي به مخه به يو ورل شي
    خه شي جه دير مهم بولم دتولو د متهمينو صحي معانيه او دداكتر نظر ضم دي دوسيه كول
    به ملي او بين المللي شكل ددوي اعترافات سلاح او وسائط دتلويزون دبردي دلاري جهانيانوته به نمايش أجول دي
    داوه زما يو عاجز انه خواهش ددشمنانو دخاينانه طو تيو او دسيسو به مقابل كي.
    كه مي كستاني كري وي ما وبخشي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *