خبریال: محمد اکرم شهاب (ښرنه) : د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د ګومارل شوي نظارتي ټیم له خوا دوه ټنه تاریخ تېر او بې کیفیته خوراکي او نور توکي وسوځول شول.
د ولسونو په خبره، په دې ورستیو کې د افغاني تولیدات زیات شوی، چې له امله په بازارونو کې ایراني او پاکستاني توکي کم پلورل کېږي، همدا لامل دی چې په زیاته کچه خارجي توکي تر وخت تیرېږي.
د پکتیکا ولایت مرستیال والي عطاالله فضلي په مرکز ښرنه کې د توکو سوځولو پر مهال وویل؛ د ربعه وار نظارتي پلان پر اساس د اړوند ریاست له خوا په ښرنې ښار کې له ټولو هټیو څخه شاوخوا دوه ټنه خوراکي او نور توکي، چې تاریخ تېر وو، راټول او وسوځول.
فضلي په دوکاندارانو غږ وکړ چې یوازې خپلې ګټي دې په نظر کې نه نیسې او د عامو خلکو صحت ته دي پاملرنه وکړي تر وخت تیر درمل او نور خوراکي مواد دې نه پلوري.
د ولایت مرستیال دغه راز وویل چې د هیواد د خپلو تولیداتو د ډېروالي له کبله د پاکستانيو او ایراني توکو د اخیستنې بازار سوړ شوی، او همدا علت دی چې دغه توکي په دوکانونو کې تر وخت تېرېږي.
نوموړي زیاته کړه چې هټیوال باید تر ډېره د هیواد خپل تولید یاني باکیفیته افغاني توکي وپلوري.
د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر ابراهیم بیا له دوکګاندارانو وغوښتل چې پلورنځیو ته د توکو د اخیستنې پرمهال باید د هغوی تاریخ ته وګوري.
نوموړی وایې چې یوشمېر هټیوال د توکو تاریخ ته ډېر پام نه کوي او یا هم داسي توکي واردوي چې وخت او تاریخ یې کم پاته وي.
د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا چارواکي وایي له تېر یوه کال راهیسې په دې ولایت کې د ۱۳ ټنو څخه زیات تاریخ تېر او بې کیفیته درمل، خوراکي او نور توکي سوځول شوي دي.