خبریال: محمد اکرم شهاب/ پکتیکا –
د پکتیکا په یو شمیر ولسوالیو کې د نا امنیو او د ځینو قومي مشرانو د شخصي ګټو له امله لا هم ۳۹ ښوونځي تړلي پاتي دي.
په دې ولایت کې ټول ټال ۳۸۴ ښوونځي شته چې له ډلې يې ۳۹ تړلي او تر ۶۰ سلنې زیات هغه یې ودانۍ نه لري او زده کوونکي یې تر شنه اسمان لاندي زده کړې کوي.
د پکتیکا د پوهنې سرپرست رئس محمد نسیم واجد په دې اړه تاند ته وویل، پکتیکا یو پراخ مساحته ولایت دی یو شمیر ولسوالیو ته لاس رسی نه کیږي، چې له امله يې د ځیني قومي مشرانو د شخصي ګټو له امله ۳۹ ښوونځي لا هم بند پاتي دي.
واجد وایي، دوی د یادو ښوونځیو د خلاصون لپاره ولسوالیو ته د سفرونو پر مهال له قومي مشرانو ځوانانو او دیني علمانو سره لیدلي او د دې ښوونځیو د خلاصون په اړه یې وروسره خبري کړې.
دی وایي، هڅه کوي چې د قومي مشرانو او ځوانانو په منځګړیتوب یاد ښوونځي خلاص کړي.
خو د پکتیکا د ولایتي شورا غړی نعمت الله بابري وايي، د پوهنې ریاست د مخکنۍ کمزورې رهبرۍ له امله دغه ښوونځي تر اوسه هم لا بند دي.
بابری وايي، د پوهنې پخوانی ریس کوچی ځاځی خپله په فساد کې ښکیل و.
نوموړی زیاتوي، په پکتیکا کې تر ۶۰ سلنه پوري ښوونځي ودانۍ نه لري او پاتي نور يې بیا رغولو ته جدي اړتیا لري.
بابری همدا رنکه وايي، په پکتیکا کې د کاغذ پر مخ (خیالي) ښوونځي هم شته، چې معاش او امتیازات يې اخیستل کیږي او فزیکي شتون نه لري.
قومي مشر عبدالعزیز هم د خیالي ښوونځیو په اړه وايي(( په لري پرتو ولسوالیو کې تش په نامه ښوونځي شته، چې معاش او نور امتیازات يې اخستل کیږي خو شاګردان نه لري)).
مدني فعال برات څاروان وايي، چې د پکتیکا د پوهنې بهیر تر پخوا ښه شوی، خو لا هم یو شمیر ستونزې او مشکلات موجود دي.
نوموړی زیاتوي، په پکتیکا کې د مسلکي ښوونکو او د ښوونځیو لپاره د ودانیو نه شتون تر څنګ د ښځینه ښوونکو د نه موجودیت له امله د پکتیکا د پوهنې بهیر ټکنی دی.
د یادونې وړ ده چې روان ۱۳۹۵ ل.ل کال به په پکتیکا کې د لومړي ځل لپاره د پنځوسو په شا اوخوا کې نجونې له دولسم ټولګي څخه فارغې شي.