تاند- د پکتیکا ولایت چارواکي وايي چې د دغه ولایت د زېړوک ولسوالۍ پر پوستو د کورنیو او بهرنیو وسله والو سخت دریځو په برید کې لږترلږه ۴۳ وسله وال مخالفان وژل شوي دي.

د پکتیکا د والي ویندوی مخلص افغان وویل، تېره شپه یوه بجه کورنیو او بهرنیو وسله والو طالبانو په زېړوک ولسوالۍ کې د افغانستان پر امنیتي پوستو برید وکړ چې دوه ساعته یې دوام وکړ.

د افغان په وینا د جګړې په لومړي یو ساعت کې ۲۵ وسله وال مخالفان ووژل شول او ۷ نور ژوبل شول.

د پکتیکا د والي ویندوی په دې نښته کې دولتي ځواکونو ته د اوښتو مرګ ژوبلو په اړه وویل چې د ملي اردو ۲ پولیس او د ملي اردو ۲ سرتېری ووژل شول.

مخلص افغان وايي چې د جګړې په دوهم ساعت کې سیمې ته هوايي مرسته ورسېده او د بمبارۍ په نتیجه کې د دولت ۱۸ نور وسله وال مخالفان ووژل شول او ۴ ټپیان شول.

د مخلص افغان په وینا په دې جګړه کې، چې د شپې په ۱ بجه پیل شوې وه او د سهار تر ۳ بجو یې دوام وکړ ټولټال ۴۳ وسله وال مخالفان ووژل شول او مړي یې د زېړوک ولسوالۍ په ختیځ کې د ډبوک په غرنۍ سیمه کې پراته دي.

ده په جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو ټول تلفات ۴ تنه وبلل.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي. د پېښې سیمه تر دې ډېره لېرې ده چې ازاد خبریالان هلته لاړ شي او په مستقل ډول یې تایید کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *