د پکتیکا ولایت په سروبي ولسوالي کې له (۱۵۵) هغو کورنیو سره د (wfp) موسسې له لوري مرسته وشوه چې له له اومنې او برمل ولسوالیو څخه سروبي ولسوالۍ  سیمې ته کډه شوي وو.

د دغه ولایت د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو سرپرست رئیس محمد سلیم قاضي خيل وویل: ولایتي اداره تل هڅه کوي چې له بې ځایه شویو کډوالو سره وخت په وخت مرستې وکړي.

قاضي خیل وویل: په یادو مرستو کې (۶۱۰) بوجۍ اوړه، (۴۳) بوجۍ دال، (۱۲۶) کارتنه غوړي او(۵) بوجۍ مالگه شامله ده.

دی وایي په یادو مرستو کې د یونیسف موسسې له لوري (۱۵۵) کارتنه یو فامیلي کیټونه هم شامل وو چې په دغو بې ځایه شویو کورنیو باندي ووېشل شول.

نوموړي: ولایتي اداره تل هڅه کوي چې له دا ډول بې ځایه شویو کډوالو سره وخت په وخت مرستې وکړي.

د سروبي ولسوالۍ ولسوال محبت الله خروټي د یادې موسسې له مسؤلینو څخه مننه وکړه او له دا ډول نورو همکارو موسساتو څخه یې وغوښتل چې په پکتیکا کې له بې ځایه شویو کډوالو سره د خوراکي او غیري خوارکي توکو مرستې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *