سید اصغر هاشمي

که په عقل د اسمان ستوري راکوز کړې

چې پیسې درسره نه وي لیونی یې

ادیب د یوې ټولنې هنداره وي، دی د ټولنې استازی دی، د ولس خوشبختي او نیکبختي وینې او د دغو حالاتو لیدل په دې تاثیر کوي او بیرته یې خپلې تولنې ته په لیکلي ډول وړاندې کوي.

پورتني دوه منظوم نیم بیتي شعریت او هنریت نه لري، خو بیا هم د عوامو په خولې هر ځای ویل کېږي او په ننګرهار کې مې د ډېرو ریکشو شاته دغه یو بیت په لیکلي ډول لیدلی دی.

دلته ډېر خلک په دې عقیده دي، چې هر کار په پیسو کېږي. پوهه، علم او تحصیل هېڅ ارزښت نه لري.

په پیسو باندې د خلکو عقیده پیدا کېدل، د کرزي صاحب د دیارلس کلنې حکومت دارۍ لاس ته راوړنې دي. په دې دیارلسو کلونو کې ډېر وزیران، معینان، ریسان او ډېر لوړ پوړي چارواکي بیسواده، ناپوهه او د بداخلاقۍ په رنځ اخته وو.دوی ټولو خپل موقفونه په پیسو اخیستي وو. له وزیره تر ملازمه په مستقیم او غیر مستقیم ډول د پیسو، واسطو، قوم پالنې، نژاد پالنې، ګوندي امتیازاتو او داسې نورو لاملونو باندې مقرریدل.

په دې دیارلسو کلونو کې د لوړو وظایفو لپاره پوهه، علم او تحصیل معیار نه و، بلکې په عام ډول په مختلفو لاملونو او په خاص ډول پیسو ډېر ارزښت درلود. په دغه دیارلس کلنه دوکانداري کې د ډېرو عوامو پر پیسو عقیده جوړه شوه او په دې پوه شول، چې ټول کار په پیسو کېږي.

په نورې نړۍ کې پوهه، علم، او تحصیل ډېر ارزښت لري او په دې ورسته پاتې افغانستان کې بیا د لوړو مقامونو لپاره معیار ټاکنه او معیارپالنه له ټولې نړۍ توپیر لري.

د نوي حکومت په راتلو سره، ډېر عوام ولسمشر اشرف غني صاحب نه ډېر هیلې لري او یوه هیله یې داده، چې پخواني هغه لوړ پوړي چارواکي، چې علم او پوهه نه لري، له وظیفو نه لیرې کړي. هغه چې فساد کې لاس لري، هغوی دې محاکمه شي .

ډاکټر صاحب تاریخ او زمان قضاوت کوي او د زمان له محاکمې له مخه

ځان له محکومولو وساته.

ډاکټر صاحب ټول لوړ مقامونه د نورې نړۍ پر معیار خلکو ته ورکړه، چې د عوامو عقیده پر پیسو نه بلکې په علم پیدا شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *