تاند- په پېښور کې افغان کډوالو ته امر شوی چې ځانونه له پولیسو سره ثبت (راجستر) کړي څو په دې ښار او شاوخوا سیمو کې یې د مېشتو افغانانو کمپیوټري ډاټابېس جوړ شي.
ایکسپریس تریبیون ورځپاڼه وايي چې په کمپونو او ښاري سیمو کې افغان کډوالو ته فورمې ورکړای شوي دي.
ورځپاڼه وايي، د افغان مهاجرو په اړه په کمپیوټر کې د معلوماتو د ثبتولو پرېکړه د پېښور د دسمبر د شپاړسمې نېټې له حملې وروسته شوې ده.
د حیات اباد د پولیسو د ماموریت (تاڼې) یوه پولیس چارواکي ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته وویل چې په دې سیمه کې د افغانانو ثبت تقریباً بشپړ شوی دی. د ده په وینا د حیات اباد د پولیسو په ماموریت کې ۱۸۲۰ افغان کورنۍ ثبت شوي دي. ۲۷۴ افغان کورنۍ د تاترې د پولیسو د تاڼې په اړونده سیمه کې اوسي.
پولیس وايي چې هیڅ افغان یا بل بهرني ته به اجازه ورنه کړي چې ناراجستر شوی وي او په اړه یې له حکومت سره معلومات نه وي.
اکثره شتمن افغانان، سوداګر او د ترانسپورت خاوندان په حیات اباد کې اوسي.
د متنو د سیمې پولیس وايي چې په دې سیمه کې ۵۹۴ افغان کورنۍ په کرايي کورونو کې اوسي. په همدې حال کې ۶ زره افغان کورنۍ په بډه بېره کې اوسي. پولیسو د هغوی معلومات ثبت کړي دي.
پر دوی سربېره شاوخوا ۵ زره افغان کورنۍ په پشته خره او سربند کې ثبت شوي او ۱۶۱ کورنۍ نورې د کابلۍ د پولیسو سټېشن په اړوندو سیمو کې اوسي. د کابلۍ تاڼه د پېښور ښار په زړه کې ده.
د پولیسو په وینا دا په خیبر پښتونخوا ایالت کې لومړی ځل دی چې د افغان کډوالو په اړه په دې ډول معلومات ټولېږي. په دې معلوماتو کې دا هم څرګنده شوې چې څومره افغان زده کوونکي او د مدرسو طالبان او ملایان په دې ایالت کې مېشت دي.
ویل کېږي چې په لسګونو زره او یا هم په لکونو نور افغانان، چې اکثره یې مومند او شینواري دي، د پېښور په مومند مېشتو سیمو، باجوړ او خیبر ایجنسۍ کې اوسي او د پاکستان شناختي کارډونه یې اخیستي دي. د پاکستان پولیس هغوی ته د مهاجرو په سترګه نه ګوري او نه یې پېژندلی شي.