جبارخېل
په پاکستان کې د افغانستان د پوهنې وزارت د اتشې په نوښت او ابتکار د افغان ښوونځيو څه له پاسه 120 ښوونکو او استادانو ته د ستاينليکونو د ويشلو په مناسبت د پېښور په سپرنګ کارنيول هال کې يوه درنه او پرتمينه غونډه جوړه شوې وه چې يو زيات شمير استادانو او د ښوونځيو مسولينو او استازو پکې ګډون کړی وو دا شانداره او ستره غونډه ماسپښين دوه بجې د خوشال خان د لېسې د مدير استاد فضل مولا توره کي په خواږه تلاوت پيل شوه او ورپسې د شهيد مير فتح د لېسې زده کونکو د افغانستان ملي سرود زمزمه کړ چې ټول يي په احترام ودريدل او د ملي سرود درناوی او استقبال ېې وکړ۰ ورپسې د پوهنې اتشې اغلې يلدا بازوان ميلمنو او تولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د ښوونکو خدمتونه او ستړياوې ېې وستايلې اغلې بازوان د علم په ارزښت او اهميت ګټورې خبرې وکړې او د هېواد په بيا رغونه او پرمختګ کې ېې د ښوونکو او استادانو رول خورا مهم او اړين وباله، پېغلې بازوان په مهاجرو ماشومانو او ځوانانو غږ وکړ چې علم ته مخه کړي او د پوهنې په حصول او د تعليم په زده کړه کې بايد له غفلت نه کار وانخلې او خپلو زده کړو او تعليم ته پوره پاملرنه او توجه وکړي۰
ورپسې د زده کوونکو يوې ډلې ملي ترانه واوروله چې د غونډې برخوالو يي تود هرکلی وکړ او لاسونه ېې ورته وپړقول وروسته بيا استاد سيار د باختر عالي لېسې مدير د علم او معلم په اړه خبرې وکړې او د اسلام له نظره يي د ښوونې او روزنې ارزښتونه په ګوته کړل له ښاغلي سيار نه وروسته د عايشه دراني د لېسې ښوونکې اغلې ساديه صديقي د ښوونکی په مسوليتونو او وجايبو خپله خوندوره مقاله واوروله چې غونډې ته ېې لا پسې ښکلا وبښله اوټولو خوښه کړه۰ وروسته بيا ښاغلی امان الله نصرت د مديرانو د شورا رئيس دريځ ته وبلل شو او نوموړي خپل يو په زړه پورې شعر چې د ښوونکي د لوړ مقام او عظمت په اړه ېې ليکلی وو په ډېر خواږه او موثر انداز واورولو چې په تودو ولولو او ګرمو احساساتو يي هرکلی وشو د ښاغلي نصرت د شعر يوه برخه داسې وه چې:
ته ډيوه د تورتمونو ته سپوږمۍ د تورو شپو يې
ته رڼا يې ته ښکلا يې ته لارښود د قافلو يې
معلمه معلمه اى د وخت لويه سالاره
ته د لوړ مقام څښتن يې مربي مو د فکرو يې
ته استازی د سحر ېې د سپېدو په لور دې يون دی
ېې وارث د انبياوو، ته خاوند د عظمتو ېې
پيغامونه د الفت دې د رڼا له چم نه راوړل
په رښتيا عظيم انسان يې ته لايق د تعريفو يې
د فطرت ښکلا رنګونه، تا دستورو پټ رازونه
په خپل فکر کړل روښانه ته ښايست د زمانو يې
ستا د سوي زړه درزا کې ډيرې هيلې د رڼا دي
ته قاصد د معرفت يې ځلاند ستورى دوختو يې
ستا لاسونو کې قلم دی سيپارې د محبت دي
ته لمر څرک د سباوون ېې ته د مشال د تروږمو ېې
ته خادم ېې ددې خاورې ته ماليار ددې چمن ېې
پلوشې د علم وېشې لوی رهبر مو د زلمو ېې
تا د نور له کاروانونو تا د وړانګو په لاسونو
د عرفان درسونه راوړل ته مو مير د کاروانو ېې
د ګلونو سوداګر ېې د رنګونو سوداګر ېې
اې د مينې لارويه ته سپرلى ډک له وږمو يې
نګهتونه خوروږې ته د هنر له دبستانه
ته له جهل سره وران ېې ته دښمن د نفرتو ېې
ته يو ګل ېې د وختونو ته بلبل ېې د وختونو
ته د ژوند اوراورکی ېې ډک د حسن له جلوو ېې
د نصرت قلم به ستايي ستا تلپاتې خدمتونه
ته لايق د تعريفو يې مستحق د تعظيمو يې
له ښاغلي نصرت نه وروسته په خيبر پښتونخوا کې افغان کونسل ښاغلي نجيب الله احمدزی ته د خبرو بلنه ورکړل شوه ښاغلي کونسل د علم په ارزښت او د ښوونکو په مقام او منزلت خورا ګټورې او ارزښتمنې علمي خبرې وکړې او په ټولنه کې د استاد په اهميت او کليدي رول ېې رڼا واچوله۰ ښاغلي احمدزي د مهاجرو استادانو کارونه او خدمتونه د قدر وړ وبلل او هغه ېې په درنو ټکو وستايل۰ افغان کونسل ژمنه وکړه چې تر خپله وسه به هڅه وکړي چې مهاجرو کوچنيانو ته د يوه سالم او معياري تعليمي نظام په رامنځ ته کولو کې خپلې هڅې او هلې ځلې جاري وساتي, د ښوونيز او روزنيز بهير د پياوړتيا او غښتلتيا لپاره به مسولانه او بنسټيز ګامونه واخلي او د ستونزو او مشکلاتو په هوارولو او لمنځه وړلو کې به هره ممکنه مرسته وکړي۰
ښاغلي احمدزي د پوهنې د اتشي له مشرې او کارکوونکو مننه وکړه چې د داسې يوې شاندارې او درنې غونډې تابيا ېې کړي او د پوهنې د نوراني کاروان لاروي ېې پکې راټول کړي دي۰ افغان کونسل د پاکستان له حکومت او خلکو هم مننه وکړو چې د څو لسيزو راهيسې ېې افغانانو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی او لازمې اسانتياوې ېې ورته برابرې کړې دي۰ د غونډې په وروستۍ برخه کې د پوهنې اتشې اغلې بازوان او د مديرانو د شورا په استازيتوب يو شمير مديرانو افغان کونسل ته د درناوي په پار د پښتنو دوياړ دوديزه پګړۍ پر سر کړه او اغلې بازوان ته يي د مننې په توګه د ګلونو ډالۍ وړاندې کړې او دا تاريخي پرتمينه او وياړلې غونډه ممتازو مهاجرو ښوونکو ته د ستاينليکونو په ورکولو پای ته ورسيده ۰ په دې ستره غونډه کې د مهاجرينو د اتشې رئيس ډاکټر عبدالحميد جليلي, د تجارانو او ترانسپورت اتشه ښاغلي احسان الله اميني, د افغان کونسلګرۍ يو شمير ديپلوماتانو هر يو ښاغلي جميل درويش، ښاغلي سليم شاه جوهري، ښاغلي غلام حبيب سپاس ,د مهاجرينو د اتشې مرستيال ښاغلي مراد، , د پېښور د پوهنتون محصلينو او يو زيات شمير علمي او فرهنګي شخصيتونو ګډون کړی وو.
ددې درنې نمانځغونډې د دريځ چارې د پېښور پوهنتون محصل ښاغلي نظام شينواري, استاد صفيه ، اغلې جينا او اغلې سلما په شريکه پرمخ وړلې او اغلې يلدا بازوان، ښاغلی خواجه محمد منګل، ښاغلی عبدالرحمن عزېزي، ښاغلی عبدالمجيد نوري او ښاغلی محمد عارف وردګ ېې مشران کوربانه وو۰ د ستاينليکونو له وېشلو وروسته د غونډې برخه والو او ميلمنو په هغه مازيګرنۍ کې برخه واخيسته چې د پوهنې اتشې له خوا برابره شوې وه۰ د مريخ پر بام ېې کېښودل.