تاند- د خیبرپښتونخوا په مرکز پېښور ښار کې د جمعې په ورځ د سختې سیلۍ (توپان) او باران له کبله لږترلږه ۱۶ تنه مړه شوي او په لسګونو نور ژوبل دي.
راپورونه وايي چې د سیلۍ او ورښت له امله په لسګونو ودانۍ نړېدلي دي.
ویل شوي چې په مړو شویو کسانو کې ۵ ماشومان او ۳ ښځې شاملې دي.
همداراز لږترلږه ۸۰ تنه ژوبل شوي دي چې د ځینو حال نازک ښودل کېږي.
د پېښور په وزیرباغ، فقیراباد، لاهوري ګېټ، دیر کالوني، صدر او صدر ته څېرمه د نوتیې (نوتهیه) په سیمو کې ودانیو ته سخت زیانونه اوښتي دي.
په نوتیه کې خلک له بارانه تر یوه بام لاندې راټول شوي ول چې بام پرې راونړېد او څلور تنه یې ځای پر ځای مړه کړل.
همداراز د نوتیې په لیوني بازار سیمه کې یوه دوه پوړیزه ودانۍ ونړېده او ګڼ کسان یې ټپیان کړل.
په لیډي ریډینګ روغتون کې ډاکتران وايي چې د ۱۲ تنو مړي وروړل شوي دي. د دغه روغتون د ډاکترانو په وینا لږترلږه ۶۰ تنه ټپیان هم په دغه روغتون کې بستري شوي دي.
ګومان کېږي چې نورو روغتونو ته به هم ټپیان وړل شوي وي.
سیلۍ او باران د برېښنا ډېر مزي، ستنې او ونې هم ویجاړې کړي دي.