تاند- په خیبر پښتونخوا کې د ښاروالۍ چارواکو په پېښور ښار کې د مږو او موږکانو د وژلو لپاره جایزه ټاکلې ده.
د خیبر پښتونخوا چارواکي وايي چې په پېښور کې مږې او موږکان نه یوازې خوراکي مواد او جامې خوري بلکې د ودانیو بنسټونه (تهدابونه) یې هم سخت زیانمن کړي او د راپورونو له مخې یو ماشوم د موږکانو په حمله کې وژل شوی دی.
د پېښور ښاروالۍ د ښار په بېوزله سیمو کې د هرې مږې د نیولو لپاره ۵۰ پاکستانۍ روپۍ او په پوځي سیمو، لکه صدر کې، د هرې مږې د نیولو پر سر ۳۰۰ روپۍ جایزه ټاکلې ده.
ویل کېږي چې د پېښور مږې د پيشوګانو په شان غټې دي او پيشوګانې یې هم د نیولو جرات نه لري.
دا هم ویل شوي چې هره مږه ۳۰ سانتۍ ته رسېږي.
پېښور ښاروالي هیله لري چې جایزه به خلک وهڅوي چې د مږو ختمولو ته کلکه ملا وتړي او د ښاریانو سرخوږی به پای ته ورسوي.
که څه هم تراوسه دقیقاً څرګنده نه ده چې په پېښور کې موږکان او مږې ولي زیاتې شوي خو ویل کېږي چې پر له پسې ورښتونو او سېلونو د دې ژوي د نسل له زیاتېدو سره مرسته کړې ده.
خدای دی دوی پداسی بلا اخته کی چی سیند او پنجاب ته هم ورسی او هره مژه د ددوی جنرالانو او کرنیلانو په دبره ور ننوزی
خدای پاک دي دا ټولې مږې پنجاب ته
ورسوي
چي دا تور مخې هم په يو غم اخته شي
د دي تور مخو دلاسه په افغانستان
کي بد حال دي
نه په پاکستان کي پښتانه پريږدي او نه په خپل هيواد افغانستان کي