تاند- د پښتین ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون د لسګونو زرو حاضرو کسانو د شعارونو او هرکلي په منځ کې وویل«موږ یوازې د پښتنو د ځپل کېدو مخالف یوو.»
پښتین، چې خبرې یې د غونډې د برخوالو په شور او ځوږ بدرګه کېدې، هغو تورونو ته په اشارې چې د ده تر مشرۍ لاندې د غورځنګ غړي د ګاونډیو هیوادونو د استخباراتي ادارو ایجنټان دي، وویل«موږ د خپل پښتون ملت ایجنټان یوو.»
ده په پاکستاني پوځ غږ وکړ«زموږ له بې درکه شویو سره مو څه وکړل. هغه میندې او مشران چې عزیزان یې بې درکه کړای شوي، باید په زور پټه خوله کولو ته اړ نه ایستل شي.»
پښتین همداراز وویل«په کراچۍ کې په دې خاطر له پښتنو کورنیو پیسې اخیستل کېږي چې په بدل کې یې د هغوی د عزیزانو مړي وروسپاري. حتي چنګېز خان داسې نه دي کړي چې د یو چا له وژلو وروسته یې د هغه د مړي د ورکولو په وړاندې پیسې اخیستې وي.»
ده دا هم وویل چې د کراچۍ د پولیسو د وژونکي مشر راو انور له نیول کېدو وروسته اوس د پاکستاني طالبانو د پخواني ویاند احسان الله احسان نوبت دی چې عدالت ته راکاږل شي، وروپسې د مشرف وار دی چې باید محاکمه شي.
ده له پښتنو او د قبایلي سیمو له اوسېدونکو سره د پاکستان د پوځ تبعیضي چلند ته په اشارې وویل، د سوات او قبایلي سیمو مېوه، د دې په ځای چې پېښور ته یووړل شي، په لاهور کې پلورل کېږي.
په پېښور کې پښتون ژغورنې غورځنګ تاریخي غونډه
تاند- د پښتون ژغورنې غورځنګ په بلنه د لسګونو زره پښتنو په ګډون غونډه په داسې حال کې په پېښور کې جوړه شوه چې د زرګونو نور خلک پرې نښودل شول چې غونډې ته لاړ شي.
له وزیرستان څخه د ۲۰۰ موټرو کاروان مخه د پاکستان د پوځ له لوري ونیول شوه.
د غونډې برخوالو وویل، د دوی ګناه څه ده چې له یوې خوا خلک ورته نه پرېښودل کېږي، له بلې خوا یې رسنۍ په تېره بیا تلویزیونونه منع کړي چې د هغې بهیر ژوندی خپور نه کړي.
دوی دغه راز وویل چې انترنیټ هم بیا بیا قطع کېږي. دې غورځنګ هم په یوه ټویټري پیغام کې د دې خبرې یادونه کړې ده.
د پښتون ژغورنې د کوټې په غونډه کې هم انترنیټ پرچا کړای شوی و.
د غونډې وینا والو، چې خبرې یې د برخوالو په دې شعار «دا څنګه ازادي ده» بدرګه کېدې، د هغو ظلمونو یادونه وکړه چې د پاکستان پوځ یې له پښتنو سره کوي.
وینا والو وویل، پوځیان واکمنان دي، د جناح او بوټو د وخت پاکستان نه دی پاتې بلکې اوس له پاکستانه پنجلبستان جوړ شوی دی.
یوه بل وینا وال وویل، د اول وار لپاره په تاریخ کې د خیبر پښتونخوا، قبایلو او جنوبي پښتونخوا پښتانه سره یو شوي او خپل مشر یې هم ټاکلی دی.
د ده اشاره منظور پښتون ته و.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې مشرې ثنا اعجاز په تورخم، غلام خان او چمن کې د ملي لوژستیک څانګو د بندېدو او په سوات او مالاکنډ کې د خلکو د جایدادونو د بېرته ورسپارل کېدو غوښتنه وکړه.
دې همداراز وویل چې د قبایلي سیمو پښتنو ته باید هماغسي حقونه ورکړل شي چې د لاهور او اسلام اباد اوسېدونکي یې لري.
دې او ګڼو نورو ویناوالو د هدفي وژنو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه. ویل کېږي چې په زرګونو پښتانه د هدفي حملو په نتیجه کې وژل شوي دي.
ګڼو کسانو د خپلو ورکو عزیزانو عکسونه په لاسونو کې نیولي و او ځینو پر عکسونو د بې درکه کېدو نېټه او ځای هم لیکلی و.
د پښتنو سیکانو او شیعه ګانو استازو هم د پښتون ژغورنې غورځنګ د غوښتنو ملاتړ وکړ او یوې اردو ژبې ویناوالې وویل چې بلوڅانو، سندیانو او حتي محروم پنجابیانو په پښتون ژغورنې غورځنګ تپورې هیلې ټومبلې دي.
دې همداراز وویل چې د دې غورڅنګ مشر منظور پښتون د ټولو ځپل شویو او محرومو قومونو وروستی امېد دی.
د جنوبي پښتونخوا (بلوچستان ایالت) یوې فعالې وړانګې لوڼۍ، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ډېره تکړه غړې ده، په خپلو څرګندونو کې وویل «اویا کاله یې پر ما ظلم کړی دی او زه یې وژلی یم، اوس ماته په چیک پوسټونو شربت راکوي او پر خپلو ظلمونو پرده اچوي. موږ ته د ژوند حق راکړه موږ شربتونه نه غواړو.»
یوه بل وینا وال محسن دوړ وویل«پر موږ تور پورې کېږي چې د هند د (را) او د افغانستان د ملي امنیت ایجنټان یو، جرئت دي وکړي یو کمیشن دي جوړ کړي او پلټنه دي وکړي چې له موږ سره د چا مرسته ده، خو بیا به دا کمیشن هم جوړوي او معلوموي به چې د پېښور پوځي ښوونځي (پبلک آرمي سکول) ماشومان چا ووژل.»
د دې سترې غونډې برخوالو، چې ساری یې تر دې وړاندې په پېښور کې نه و لیدل شوی، د ټولو بې درکه کړای شویو پښتنو د فوري خلاصون، د پښتنو د بې عزتۍ لپاره د تلاشۍ د پوستو د ختمېدو او د پښتنو د قاتلانو د سزا کېدو غوښتنه وکړه.
اخر دا ولی؟
پنجابیانو اخر به د بلو خو له ازاره هم خلاص نه سی
د افغانانو د خلا صون په هیله
Greetings to All Pashtuns who are taking part in PASHTUN SAVING Movement ,
But the question is Why Penjabi govt. espicially. thier spyz are frightened to answer the requests of the leaders of this movement?
Answer is clear. The militias of pokistain have been killing, arresting, torturing & disappearing Lakhs of Pashtuns & Balochs since 1949 ! and newly in last 30 years in Waziristan, Baluchistan , Swat, Khayber etc… districts of Pashtunkhwa.
Also the pok militias interfere in Afghanistan`s internal security since 45 years.!!
And now why they dont permit thousands of people to take part in Peaceful & Democratic demonstrations ? , Is this the British type Democracy ?
May Allah succeed this PSM under Dr. Manzoor Ahmed maseed( Pashtin`s) guidance with his colleagues ,friends & all pashtun +Baloch nations. Aamieyn.
ای د فیل په غوږ کی پروته«» دپښتون په وینومسته! بی له عیش اوله شرابه څه خبر یی او که نه یی««»» چی د کړی پری ظلمونه دا اولس یی حساب غواړی«» د پښتون له انقلابه څه خبر یی او که نه یی!؟
This is the sign of peshtons are weaking up.
I was until now a pessimist about pushtons but now seeing pushtons are raising give me hope.
I hope this would continue until they take all belong to them.
Full independence of pushtonistan from
The fascist and terrorist state of Pakistan.
دا 435 راکتونه چه اوس د پاکستان قوج د کنر په پښتنو ورولی دی دا خو منلی شی. یو څو ورځی بعد چه پارلمان درته یو څو چوکی درکړل شوی بیا به نه پښتنو حقوق وی او نه هم د لر او بر چیعه