تاند (پېښور) – په پېښور کې په یوه بس کې چې حکومتی مامورین یې له مردان څخه پېښور ته لېږدول چاودنه شوې چې لږ تر لږه ۱۵ کسان یې وژلي او خواوشا ۳۰ نور نور ټپيان کړي دي.

پېښه په پېښور کې د سنهري مسجد په سرک وشوه، او ویل کیږي چې په بس کې له ۴۰ څخه تر ۵۰ پورې کسان سپاره ول.

د پاکستان د اېکسپریس ټریبیون ورځپاڼه د پولیسو د یوه چارواکي کاشف ذوالفقار له خولې لیکي چې، چاودنه د یوې په وخت برابرې شوې چاودېدونکې وسیلې په واسطه شوې چې د بس په ټول بکس کې اېښودل شوی وه.

لومړني راپورونه وایي چې چاودنه په داسې یوه بس کې شوې ده چې د سول سکرټرېټ حکومتي مامورین یې له مردان څخه پېښور ته راوړل.

ویل کیږی چې دغه ډول چاودنې او حملې معمولا د خیبر پښتونخوا په ایالت کې د دې له پاره کېږي چې له یوې خوا په کې پښتانه ووژل شي او بلې خوا ته پخپله د پښتنو تر منځ لاس لګونې ته چانس برابر کړای شي.

One thought on “په پېښور کې چاودنه، ۱۵ مړه ګڼ نور ټپیان”
  1. د پنجاب زړګي به یخ نشی ، هر ورځ دې خواته او هغه خوا ته چاودنې وی او پښتانه پکې شهیدان کیږي
    خدای د رحم وکړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *