تاند- ساینسپوهانو د بې پېلوټه الوتکو یا ډرون د کمرو لپاره داسې ټکنالوژي جوړه کړې چې د هغې په مرسته له ۸ مترو څخه ژوندی پاتې انسان موندلی شي.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، ساینسپوهان وايي چې د دې نوې ټکنالوژۍ په مرسته د پېښو یا د لټون د عملیاتو په مهال د بې پېلوته الوتکو په وسیله ژوندي پاتې شوي کسان ژر او اسانه موندلی او پېژندلی شي.

دا نوی سیستم د انسان د ټټر (سینې) د سا ایستلو حرکتونه تشخیصوي او له دې لارې معلوموي چې په پېښه کې ژوندی انسان چیرې دی.

دا ټکنالوزي حاضردمه له ۸ مترو ژوندی پاتې انسان سل په سلو کې موندلی شي یعني دقت یې ۱۰ سلنه دی خو ساینسپوهان هیله لري چې په راتلونکي وخت کې به دې ټکنالوژۍ ته وده ورکړای شي او تر دې له لېرې ځایه به هم د ژوندي انسان د څرک په معلومولو بریالي شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *