آغاملوک سهار

ډيری کسان له دي پورته جملې غلطه مانا اخلي. دوي فکر کوي په ځان باور يعنې د هيچا خبره نه منل،چې څه دې کول،ويل هغه سم دي. بې مطالعي په لوی لوی مسايل کې مداخله، غټو کارونو ته تخته کېدل،د ځان د شهرت لپاره منډي، د خلګو تېر ايستل و امثال.

په ځان باور يعنې اول په ځان کې د وړتيا لټول،بيا د خپلو مهارتونو لوړول، طرز فکر سمول، چې کله دې ښه عميقه مطالعه درلوده، او  سيسټماټيک مخته ولاړې، او د توان مطابق کار پيل کول او د خپل کار تعقیبول.

  په کار کې 1: پيل(start) 2: خوندې ساتل(keeping) 3: رهبري(leading) دې درلودو بيا سمه ده کنه بيا په ځان کار وکړه. يوازې د کار پيل کول يا لوی لوی شعارونه ورکول کومه مانا نلري.

دا پورته دري خبري د لویو لویو کاميابو لپاره اړيني دي. زه دلته هيواد کې داسې کسان هم پېژنم چې په نړيوالو معيارو برابري زده کړي لري او په مدرن مهارتونو بلد دي او ښه دندي او معاشات، امتیازات لري تر بل هر چېرته. او بل که ووايم زموږ د پوهنتنونو درسي محتوا د مارکيټ 50% اړتيا هم نشي پوره کولاي غلط به نه يم.

مثلاً شاوخوا  هر کال له جيولوژي معادن نه 200 کسان فارغيږي، خو دې برخه کې د کانونو د کېدني لپاره څو زرو کسانو ته ضرورت شته، دا دوه سوه په څو زرو کسانو کې نه جايږي او بايد بهرني کسان راشي او يا له کمپيوټرساينس نه فارغ وي بانک ياشرکت کې يې پرنټر او د کاپي ماشين ته کينولی يې، د سيستم اصلي کارکوونکي بهرنيان دي يا يې بهر کې زده کړي کړي وې.

یو ‌کال مخکې له يو پيښوری ځوان هلک سره مخ سوم چې پيښور کې يې مکتب ويلی وو او دلته کابل کې دري شخصي مکتبونو کې د انګليسي استاد وو او د مياشتي يې نژدې 30000 افغانۍ معاش اخيستل، او تنها ښوونځي نه فارغ وو، خو داسي کسان هم وينم چې له پوهنتون نه دلته فارغ دي او يو شخصي مکتب کې استاد کېداي نسې، يا د پوهنتون استاد هم شې چې تقريبا 50% محصلين دده له ميتود نه خوښ نه وي او څه نسې تري زده کولاي ځکه له اوله يې ډير څه زده نه وې او بل صنف ته اماده ګي نه نيسې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *