د انسان له پيدایښت سره سم ارمانونو هم خپله لمن پر ځمکه وغوړوله او بيا يې ورو ورو زمونږ په زړه او ضمير کې ځای واخيست.

دا هغه څه دي چې د هر انسان په وجود کې شته خو يوازې يې د اندازې په توپير سره ليدلی شو، ځينې انسانان سترې هيلې لري خو هغه مهال يې د بريا اټکل کيدی شي چې د خپلو هيلو د پوره کيدو او خوبونو په حقيقت بدلولو لپاره اقدام وکړي، او په خپل ذهن کې د نوښت او تفکر يوه قوه ولري، دا به هغه کسان وي چې د ماتې او شاته تګ په نامه څه نه پيژنې، د هرې بندې دروازې تر شاه ځانته د وتلو او هدف ته د رسيدو يوه دريڅه لټوي او په خپلو مثبتو فکرونو د بندو دروازو پولادين ځنځيرونه ماتوي، په خپل وجود کې ويره وژني او ويرې ته د يوې افسانې په سترګه ګوري، بلاخره هغو مقصدونو ته رسيږي چې په پيل کې يې د يو خوب په بڼه ذهن کې ځای درلود.

Believe yourself, Colorful words on blackboard.

بريالي کسان د فرصتونو په تمه نه وي بلکه فرصتونه ایجادوي، د فرصتونو د سکروټو په ذريعه د ويرې جرړې سېځي او په خپله لاره کې د هر خنډ سره مبارزه کوي او ځان له پرون نه لا قوي احساسوي.

په ځان باور او جرأت د برياليو کسانو هغه ځانګړنه ده چې له نورو خلکو يې متفاوته کړي دي او د همدې ځانګړنې په ذريعه له هر فرصت نه د ځان په ګټه کار اخلي او د ځان تابع يې ګرځوي.

فرصتونه هغه سارانۍ کوترې دي چې که يو وار دې د ژوند پر بام کيناستې او درنه والوتې نو بيا هيڅکله هم د دويم ځل لپاره خواته نه درځي، نو له فرصتونو استفاده او په پوره باور او جرأت يې هر کلی وکړئ، ځانته د دې تلقين ورکړئ چې هرو مرو مو بریالیتوب په برخه دی او خپل مقصد ته به رسيږم، له وهمونو او منفي فکرونو مو زړه پاک کړئ، دا به دې د بريا په لور لومړنی اخيستل شوی ګام وي.

بريالي او زړور کسان له موره بريالي او قوي نه دي پيدا شوي، دوی بيا بيا هڅو، په ځان باور او زړورتوب بريالي کړي دي.

له خيال بافۍ ځان لرې کړئ، که پکې ژور لاړئ نو خامخا دې په ځان کې ډوبوي او نابود کوي دې. خيالي نړۍ دې د ونې په يو خاښ پورې غوټه کړه چې باد يې له ځانه سره يوسي.

ته هم بريالی يې، ډير ژر به شتمن شې او د سترو کسانو په ډله کې به لومړنی کس او له بل هر چا مخکې يې خو په دې شرط چې له فرصتونو شاته نه شې، ويره په خپل ځان کې ووژنې او د جرأت ماڼۍ دې په وجود کې جوړېکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *