هر انسان د کامیابي او ناکامي پړاوونه تېروي. دا د ژوند فلسفه ده چې هر انسان به له اضدادو سره لاس او ګریوان وي.

هر انسان کلف دی چې د کامیابي په فکر کې وي او هر وخت د ژوند د سختو حالاتو په هکله مثبت نظر ورسره وي.

کامیابي د انسان په لاس کې ده او هر کس باید په ځان ویسا ولري، هغه کسان چې پرځان اعتماد او باور لري، دوی کامیاب انسانان دي، دغه په ځان ویسا دوی ته حقیقي کامیابي ورکوي او هغه کسان چې ځان ناکامه ګڼي، د بې باورۍ کندي ته ګوزاريږي.

بروسلي وایي: ( تاسې باید په ځانونو کې د مثبت فکر کولو قانون پلی کړئ، نوهیڅکله به له ماتې سره مخامخ نشئ او په ډېرو نازکو حالاتو کې به سخت کار په بریالیتوب تر سره کړئ. څنګه چې فکر کوئ، هماغسې کېږي! دتکرار په ډول یوځل بیا وایي: د مهربانه فکرکولو او لویوهیلو په ټاکلوسره تاسې کولی شئ چې په ډېرې اسانۍ بریا خپله کړئ.)

هغه انسان چې پرمختګ کوي د اکثره نورو انسانانو نه خوښېږي. لکه څنګه چې میوه داره ونې هر څوک په کاڼو ولي او د بې میوه دارو ونو سره یې سرو کار نه وي، دغه شان اکثره پوهان مو د ناپوهانو خوښ نه وي.

میوه دارې ونې مو د پوهانو په شان دي چې زیات وخت له ځانه پرته د نورو انسانانو په هکله فکر کوي او بې میوه دارې ونې د ناپوهانوپه شان. دفزیکي جوړښت له مخې اکثره انسانانو ته د انسان خطاب کېږي، خو ټول هیڅکله انسانان کېدای نشي، انسان باید انساني کرامت او د یو ښه انسان ټولې ښېګڼې ولري، چې په ډېروکموکسانوکې موجود وي.

په ځان باوري انسان د پرمختګ سرعت یې سریع وي، خو دغه پرختګ ډېر انسانان نشي زغملای.

که ته ډېر ښایسته یې او په اینې کې د خپل مخ د لیدلوعلاقه مند اوسې او له تاسره یو ځای نور خلک هم په اینې کې خپل مخونو ته متوجې شي او دوی بدرنګه وي. داخلي او خارجي جوړښت یې د کار نه وي، په دې پوه شه چې هیڅ کله به ته ورته ښکلی ښکاره نشې، بدرنګه ته ټوله دنیا د ځان په شان ښکاري.

د یو ناپوه انسان هیڅکله پوه انسان نه خوښېږي، ناپوه د پوه پر وړاندې د کمترۍ احساس کوي او هر وخت خپل وجدان ته ځان ملامته ګڼي.

په یو کتاب کې مې لوسته د افغانستان صدراعظم موسی شفیق چې کله لوړ ې زده کړې پوره کړې او افغانستان ته راغی، څو وزارتونو کوښښ کاوه چې له دوی سره کار وکړي، په هغه وخت کې پوهان زیات وو او د پوهانو شتون یې د ځان ښکلا او کامیابي ګڼله، خو اوس اکثره مشران ناپوهه او بدرنګه دي او هیڅکله ښکلو خلکو او پوهانو ته ارزښت نه ورکوي.

هر انسان باید په ځان ویسا ولري او هیڅکله دې په دې طمع نه اوسې چې د ناپوهانوله خوا دې د اعتماد وړ شخصیت شي. هغوی (ناپوهان) په ځان باور نه لري نو په تا به څه باور وکړي.

———————————-

د ښاغلي هاشمي نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *