د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ ګل غونډۍ د نجونو لېسې ته د پنځلس میلیونو افغانو په لګښت ودانۍ ګټې اخستنې ته وسپارل شوه. په همدې مناسبت ناستې ته د پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي په خبرو کې زیاته کړه چې د اریوب خیریه بنسټ دا چاره د ستایلو ده چې ددې سیمې د نجونو ښوونځي لپاره یې وداني جوړه کړه، ددې تر څنګ نوموړي د یادې سیمې له اوسیدونکو وغوښتل چې د یاد ښوونځي د ودانۍ د ساتلو په برخه کې همکار ووسي.
د اریوب خیریه بنسټ یو تن استازي حاجي عبدالقدیر ځاځي بیا په خپلو خبرو کې وویل:
(( زه چې کله دلته راغلم او ددې سیمې د نجونو د زده کړو چاپیریال مې ولیده، نو زه په دې فکر کې شوم چې ددې زده کوونکو لپاره باید د زده کړې مناسب چاپیریال برابر شي. هغه وو چې دغه ودانۍ مو جوړه کړه))
ددې تر څنګ نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې خپلې لوڼې او خویندې زده کړو ته پرېږدئ تر څو د بېسوادۍ د جهالت له تیارو وژغورل شي. د یادې سیمې یوتن قومي مشر حاجي ملنګ یار بیا د پوهنې رئیس له هڅو او منظمو چارو ستاینه وکړه او له نوموړي څخه یې په راتلونکي کې د همکارویو او لا نورو هلو ځلو غوښتنه وکړه.
د پوهنې رئیس د اریوب خیریه بنسټ یو تن استازي ته ددوی ددې لویې همکارۍ په پار ستاینلیک ورکړ او د درناوي په پار یې لونګۍ ورپه سر کړه، همدا شان د یادې سیمې د اوسیدونکو له لوري د پوهنې رئیس ته د نوموړي د ښو چارو د ترسره کولو په هدف د عزت او درناوي په پار لونګۍ ور په سر شوه.
د یادولو وړ ده چې یاده ودانۍ دوه پوړه ده چې ټولټال ۱۳ خونې لري او د اوس لپاره په کې شاوخوا درې سوه نجونې خپلې زده کړې پر مخ وړي.