ويلے شي چې ځوانان د معاشرې (ټولنې) د ملا د تيرپه شان وي۔ او چېرته چې ځوانان ډېر وي هلته خوشحالي هم ډېره وي۔ هغه ځکه چې ځوانان معاشرې ته خپل زور او جنون ښائي۔که غم وي او که خوشحالي که د ځوانانو ټولګے په کښي نۀ وي نو بيا هيڅ خوند نۀ وي۔ د معاشرې ښکلا او ښائست د ځوانانو سره تړل شوی دی۔ دغه ځوانان چې کوم کردار ترسره کوي نو معاشره هم ورسره په هغه لور روانه وي۔
دا وخت پۀ افغانستان کښي او د افغانستان نه بهر شپيته فيصده افغانان ځوانان دي۔او پۀ مختلفو کارونو کښي بوخت دي او خوارۀ دي۔ خو سوال دا دي چې دغه ځوانان په څۀ کښي بوخت دي او ولي دومره خوارۀ دي۔؟
نۀ يم خبر چې د کوم وخت نه په دغه سيمه اور بل دی او تر اوسه پوري ئي څۀ پته هم نۀ لګي چې دغه اوور به کله مړکيږي چې لږ د سکون او د خوشحالۍ ساه واخلو۔زما خپل لوي ارمان خو دا دي چې زر تر زره پۀ دغه سيمه خوشحالي ، امن او پرمختګ وګورم۔
دي وخت ته چې هر څومره سوچ او فکر وکړم خو بيا هم نۀ پوهېږم چې څۀ وکړم۔خو د قلم نه ښه ملګري ، ښه دوست او وفادار څوک هم نشته۔ د قلم ليکل ، د زړه درد ته مرهم اود ذهن ستړيا ته تسکين راکوي کله چې خپل فکر او خيال په سپين کاغذ وليکم۔
قام او هيوادونه په ځوانانو جوړيږي او ځوانان يې جوړه وي هم۔محنت، تکليف ، صبر او برداشت په کښې شرط دے او کاميابي په کښې لازمي ده۔ ځوان نسل ته پکار دي چې د خپل ژوند مقصد وپيژني او دغه مقصد منفي نۀ بلکي مثبت پکار دے او خپل چاپيرچل کښې هم خلکو ته خپل پيغام ورسوي۔
ځوانان ترڅو پوري خپل ځان کښې بدلون رانولي تر هغه پوري معاشره کښې هم بدلون نۀ راځي۔او دځوان نسل دا خاصيت وي چې هغه خپله خاوره ، او کلتور هيڅ کله هم نۀ شي هيره ولي۔د انفراديت نه ځان ويستل پکار دي او اجتماعيت ته وده ورکول پکار دي چې هر افغان بچې په خپل اسلاميت ، افغانيت اوپه انسانيت پوه شي۔
ځوان نسل ته پکار ده چې خپلي ذاتي ګټې پرېږدي او ملي ګټې پۀ خپل نظر کښې وساتي۔د اوس وخت ځوان ټوپک نغواړي بلکي قلم، کتاب غواړي۔اوس د ټيکنالوجي دور دي خپل درس سره سره خپل تهذيب ، ثقافت او کلتور به هم ساتو۔
په امن راوستو کښې د ځوانانو ډير اهم رول دے که چرته د افغانستان ځوانان د خپل هيواد په اهميت پوهه شي نو ډير زر به په افغانستان کي امن وګوري۔دافغانستان امنيت د ځوانانو په لاس کښې دے۔
دا وخت که څومره بدلونونه راغلي دي نوسوشل ميډيا په کي ډير لوي کردار تر سره کړے دے۔راځئ چې خپل د امن او د پرمختګ پيغام ټولي نړۍ ته ورسؤ۔ځوانان په دي خبره پوهيږي چې پردي کټ تر نيمي شپي وي۔تر څو به پردي هيوادنو کښې خواراو زاريو۔راځئ چې خپل کور، خپل هيواد ،خپل ملک او وطن ته لاړ شو او د جنت غو��دي يې جوړ کړو۔د ملک او د قام خدمت د ځان خدمت دے۔
مضبوطه معاشره او مضبوطے اداري ديو قام د بقا ،د امن او لوړتيا نخښې دي چې مونږ بائللي دي۔
په افغانستان کښې داسي شاه زلمي پکاردي چې راغونډ شې ، هسپتالونه جوړکړي او ښوونځي يا پوهنتونونه جوړ کړي۔خلقو ته د کار زمينه برا برې کړي۔کارخانې جوړې کړي۔پۀ هر څۀ پوهيږو خو بيا هم هيڅ نۀ کوؤ۔نود دوئې داسي حالت ښکاري چې که په زمکه او اسمان پسرلي راشي ، هر خوا ګل غوټي پيدا شي خو د ځان سره پيدا شي او د ځان سره وغوړيږي او د ځان سره اورژيږي۔همت او حوصله به نۀ بيلواومخ په لوري به ځو انشاء الله۔
پوهه اوټيکنالوجي به تر لاسه کوؤ او افغانان بايد نړۍ سره ځانونه سيال کړې۔اوس جنګ د مټو نۀ بلکي د پوهي او د ټيکنالوجۍ دے او دا هغه وخت ترلاسه کيدے شي چې افغانان په زده کړو کښې تکړه شي۔مونږ ټول پام بايد پوهي ته وګرځو دا وخت په افغانستان کښې په ښوونځيو کښې يوولس نيم ميلنه ماشومان درس وائي چې ډير کم دي ۔هر افغان ته پکار دي چې خپل ماشومان ښوونځيو کښې داخل کړي ځکه چې هر څه په قلم کيږي او په قلم سره مونږ امن او پرمختګ غواړو ځکه چې جنګ کرکه ده او امن مينه ده۔