تاسي به اورېدلي وي، په دې وروستيو کي ايراني اخوندانو زموږ سره د اسلامي دوستۍ او کلک ګاونډيتوب(!) پر بنسټ ٦ تنه مزدور افغانان اعدام کړل.

دا لومړى ځل نه دى، چي يوازي ٦ تنه افغانان د ايراني حکومت لخوا په دار ځړول کيږي،  تر دې مخکي هم په لسګونو هغه افغانان، چي ايران ته د خوارۍ لپاره تللي اعدام سوي دي.

وروستي اعدام سوي کسان د دې لړۍ يوه کړۍ ده ، دتخار ولايت د والي وياند سنت الله تيموري رسنيو ته همدا خبره کړې، چي تر ايراني خروښ قربان سوي تخاريان يوازي روزانه مزدوران وو.

د نړۍ په هر هيواد کي مهاجرين دټاکل سوي قانون له مخي د اوسيدو حق لري او که کوم هيواد نه غواړي، چي کډوال دي ورته ورسي، نو د اعدام پرځاى ورته په کار ده، چي د بشري درناوي په چوکاټ کي يې د هغه هيواد سفارت ته وسپاري او که يې زړه ډېر ورته ډک وي، نو بيا دي يې له خپلي خاوري  وشړي، ليکن هيڅ مدني قوانين او بشري اصول دا نه مني، چي يو مظلوم مهاجر د صحرايي ډوله محکمي په امرمجرم او د اعدام په درنه سزا محکوم سي.

 که ستاسي په ياد وي، د مخکنيو اعدام سويو افغانانو کورنيو رسنيو ته ويلي، د کورنۍ غړى يې په داسي حالت په اعدام محکوم سوى چي دوى يې په قضيه، دوسيه او محکمه خبر کړل سوي لاهم نه دي.

تر ټولو د ناځوانۍ ټکى، خو لادادى چي يوشمير ايراني عسکر د اعدام سويو کورنيو څخه د هر جسد د ور سپارلو پر سر پيسې لاهم غواړي او په دې ډول د خپل ګاونډيتوب دروند مسؤليت (!)سرته رسوي.

دا سمه ده، چي زموږ يو شمير افغانان به په غيري قانوني ډول د نړۍ په بېلا بيلو هيوادونو کي اوسي او د کډوالۍ هغو اصولو ته به يې د خپلي لوږي او تنګ لاسۍ له امله پام نه وي ، ليکن د دوى دا محتاجي د دې مانا نه لري، چي د هغوى پرلمن د جرمونو داسي تور لاس ومښل سي، چي خبره اعدام او مرګ ته ورسيږي.

که په ايران کي د اعدام سويو افغانانو پلټنه وسي، نو خامخا د وچي مجبورۍ له امله ايران ته مهاجر سوي  او هلته د ايران اسلامي جمهوريت لخوا خپلو ولس ته دزور ښوولو پر بنسټ له الهي نعمت (ژوند) څخه محروم سوي دي.

داسي کورنۍ لاهم سته، چي دخپلوانو هډونه يې ايراني چينجانو خوړلي، خودوى  يې راتګ ته ورځي شماري!

دپايلي په ډول ليکلاى سو، که تر هرڅه لومړى افغان دولت په هيواد کي د نويو کارځايونو ترڅنګ د( نخي، نساجي ، وړۍ اوبدولو، سمينټو او نوري… ) فابريکې په لويو ولايتونو کي بيا فعالي کړي، نو يوافغان به هم په پردې هيواد کي مزدورۍ ، خوارۍ او ان د اعدام کيدوو ګواښ ته زړه ښه نه کړي.

د اقتصادي چارو ماهرين وايي، دداډول کارځايونو فعال کول د ولس ترڅنګ دولت ته هم ډېره اقتصادي ګټه لري او د سياسي چارو شننونکي بيا د ناامنيو په زياتوالي کي د وزرګارتيا ونډه غوښنه ګڼي.

د کرزي دوره تيره سوې وګڼئ، له نوي ولسمشر او د هغه له کاري ډلې هيله کيږي، چي خپلو خلکو ته په خپل هيواد کي کارپيدا کړي، ځکه ( بېکاري د بدبختۍ ځانګو ده)

دافغان ولس زياته برخه په دې اند ده، چي هغه وخت په هيواد کي د جګړې، بربادۍ، نفاق  او بدبينۍ  بل سوي اور مړکيږي ، چي دولت د ولس د خيټي اور د مړکولو لپاره په رښتيا اساسي لاري چاري وسنجوي.

One thought on “په ځړېدلې رسۍ کي جګ سرونه/ ابراهیم سپېڅلی”
  1. افسوس د افغانانو به دا بوزدله حکومت جه د هیچا خخه د بوشتنی جرات نه لری او بیا هم ورته د شه همسایه اودوست خطاب کوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *