سلما بند

تاند- د هند په مرسته په هرات کې د سلما بند د جوړولو کار، د ایران له سختو مخالفتونو او ورانکاریو سره سره د یکشنبې په ورځ /جولای ۲۶/ بشپړ شو.

تمه ده چې دا بند او د اوبو زېرمه، چې ۲۰ کیلومتره اوږدوالی او ۳ کیلومتره او ۷۰۰ متره پلنوالی لري، په ۱۲ میاشتو کې ډکه شي.

دا بند، چې هند پرې ۳۰۰ ملیون ډالره لګولي دي، د ۶۴۰ ملیون مترمربع اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري.

سلما بند د هند له لوري په افغانستان کې یوه مهم پروژه ده. دې هیواد د افغانستان د ملي شورا لپاره د ودانۍ او د افغانستان د صادراتو او وارداتو لپاره د ایران د چاه بهار بندر د جوړولو ترڅنګ ګڼې نورې پروژې یا اجرا کړي یا پرې کار کوي.

د سلما بند کار په داسي وخت کې بشپړ شو چې هند اعلان وکړ چې د کابل له عمومي ترانسپورت سره د مرستې لپاره د افغانستان د ملي بس شبکې ته ۱۰۰۰ تاټا بسونه ورکوي خو شرط یې دا دی چې د افغانستان د ترانسپورت وزارت او د ملي بس اداره به د دغو بسونو د ساتنې لپاره ورکشاپ او خوندي تمځی جوړوي.

د سلما پر بند لومړی پلا د محمد داوود خان د جمهوریت په مهال په ۱۹۷۰ لسیزه کې کار پیل شو، د دې بند کار تر ډېره بشپړ شو خو په نوي یمه میلادي لسیزه کې د کورنیو جګړو په ترڅ کې پر دې پروژې شوی کار تر دېره ویجاړ شو.

د ناامنیو او بې ثباتۍ له کبله د سلما بند پروژه نیمګړې پرېښودل شوه. د طالبانو د واکمنۍ له پرزېدو او په افغانستان کې د بیارغونې د امکاناتو له برابرېدو وروسته ایران د افغان طالبانو په وسیله د دې پروژې د مخنیوي لپاره زیاتې هڅې وکړې او تر دېره په خپلو هڅو کې بریالی هم شو. کنې کلونه وړاندې به سلما بند جوړ شوی و.

د سلما بند، چې د چشت شریف ولسوالۍ پر هریرود سین جوړ شوی دی، نه یوازې د برېښنا د تولید لپاره دی بلکې د اوبه لګونې لپاره هم دی.

دا بند به د ۸۰ زره هکتاره مځکې د خړوبولو ترڅنګ ۴۲ میګاواټه برېښنا هم تولید کړي. هرات او شاوخوا ولایتونه به، چې اوس له ایرانه برېښنا واردوي، د برېښنا له درکه په ځان بسیا کړي.

د محمد داوود خان د جمهوري حکومت له پرزېدو وروسته دا په افغانستان کې لومړنۍ لویه پروژه ده چې بشپړېږي.

12 thoughts on “په څو لسیزو کې د افغانستان لومړنۍ لویه پروژه بشپړه شوه”
  1. ددی پروژوی دسرته رسولو په هکله دافغانستان ټولو خلکو ته مبارکی وايم، او هغو انجنيرانو ،فنی کارکونوته چی په هغه ډله کی زما ګران ورور الحاج محترم الله محمد اکبری هم ګډون وال دی اوهمدارنګه ټولو کارکونکو ته دزړه له کومی مبارکی وايم هيوادوال به هيڅکله ستاسو زحمتونه هير نکړی ، وطن دمحترم غنی په مشری انشالله مخ په جوړيدو دی ،موږ بايد خپل باور دلاسه ورنکړو. ژوندی اوکامياب دوی دنړی ټول کارګران.اباد دوی افغانشتان، تل دوی دافغان او هند دوستی.

  2. هغه مرستى جى أفغانستان سره وشولى او به افغانانو كى صداقت وايى، كيداى شولى جى اوس همداسى ديرى بروزى ر سرته رسيدلى وايى.

  3. ډیر په زړه پورې خبر
    زما خو په ویلو سره يي سترګې اوښکې وکړلې خصوصاّ چي بیا دا ځای مي وویلي چي د داود خان تر حکومت وروسته لومړنۍ غټه پروژه ده چي بشپړه شوې ده.

  4. تاندوالو سلامونه!

    خبر کي مو ليکلي دي چي هرات او شاوخوا ولایتونه به د برېښنا له درکه پر ځان بسيا سي.

    نه پوهېږم؛ تاسو دا ۴۲ میګاواټه برېښنا په کومه فورموله کي وچلوله چي د هرات او شاخوا لپاره مو دا برېښنا ورسوله..

    په دې برېښنا خو د هرات درېیمه هم نه سي پوره کېدای…..

  5. ګرانو لوستونکو

    السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

    دا زما په ژوندانه یوازنی هغه خبر دی چې له اورېدو سره مي زړه ورته د خوشۍ داسې ټوپونه ووهل چې کله می هم دخپل زړه دغه شان د خوښۍ ټوپونه نه وو لیدلي.

    ډېر زیات د خوښۍ ځای دی چې په ګران هېواد افغانستان کې داسې یوه لویه ټولګتې پروژه پلې شوه. دا د افغانانو د ريښتینې خپلواکۍ او سرلوړیتوب په لور یومتین او ارزښتناک ګام دی. ټول افغانان باید ددغه شان ارزښتناکو اقتصادي او ټولګټو پروژو په خپل ټول ځواک او یوالي سره ساتنه وکړي او لا ښرازتیا لپاره یې نورې لارې چارې هم ولټوي.

    ګرانه افغانستانه! الله تعالی دې بچیان په دې پوه او سره یو کړه چې ستا خدمت او چوپړ په ښه اخلاص باندې د زړه له کومي مټې را ونغاړي او دخپل هېواد پالنه په ښه توګه ترسره کړي.

  6. د دې بند د جوړیدلو له کبله خپل ټول ولس په ځانګړې توګه ولسمشر ته مبارکي وایم، افغانان دې باید داسې کارونه وستایي ځکه دا د هېواد د پرمختګ له پاره ستر زیری دی.

  7. ډیر په زړه پوری او د خوشحالی نه ډک خبر دی. او امید دی چی په نورو ولایتونو کی هم ورته پروژی تطبیق شی چی په کومو ولایتونو کی یی امکانات شته او بریښنا ته یی اشد ضرورت دی.

    د سرلوړی اباد او کامیاب افغانستان په هیله.
    فدا غازی

  8. ګرانو هیوادوالو ته د دی مهمی پروژی د تکمیلیدو له امله د مبارکی ویلو ترڅنګ له دوست او ګاونډی هیواد هندوستان نه مننه او په ضمن کی زما هیله له دولت د دولت له مخالفینو او ټولو هیوادوالو نه ده چی د ټولګټو پروژو د ساتلو ضمانت وکړی. ځکه دا پروژه د افغانستان بیت المال دی او په ټولو موافقو او مخالفو پوری اړه لری. ساتل یی په ټولو فرض ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *