د مطالعې لپاره د مکان ټاکل:
د څېړونکي لپاره د منابعو مطالعه او فردي ازاده مطالعه ډېره ضروري ده.
مطالعه بايد منظمه په خاص وخت او ځاى کې وي، ترڅو محقق له مطالعې څخه مثبته پايله لاس ته راوړي.
١. څېړونکى بايد په داسې حالاتو کې چې ذهن يې پرېشانه، فکر يې مشوش او يا په جسمي توګه برابر نه وي مطالعه ونه کړي.
څېړونکى د خپل ځان لپاره د مطالعې مناسب ځاى بايد معلوم کړي، ځينې څېړونکي په عام او خاصو کتابتونونو کې د ځان لپاره د مطالعې ځاى ټاکي، ځينې په خپل کور کې ځانګړې ځاى د مطالعې لپاره لري.
٢. څېړونکى بايد د څېړنې په وخت کې منظم ځاى ولري، ډېره جګه چوکۍ او ميز باندې کار کول سخت دى او هېڅکله دى څېړونکى د مطالعې او ليکنې په وخت کې دومره سر نه ټيټوي، چې سردرد ورته پيدا شي او په دې فشار راشي.
٣. د څېړونکي لپاره داسې ثابت ځاى په کار دى، چې غالمغال په کې نه وي، ترڅو چې د فکر د پرېشانۍ مخه يې ونيول شي.
هغه ځاى چې دى (ليکوال) په کې تنها وي، که څه هم ډېره کوچنی وي، تر هغې چې ډېره لويه کوټه وي، خوکوچنيان په کې زيات وي، بهتره ده، يعنې د ماشومانو غالمغال په مطالعې او فکري تمرکز باندې خرابه اغېزه کوي، دغه راز د مطالعې لپاره هغه کوټه ډېره مناسبه ده، چې ساده وي او يوازې په کې د مطالعې اړوند مواد وي.
د کوټې د تودوښې درجه، يخني او ګرمي، رڼا او تياره بايدپه نظرکې ونيول شي. (۲۶: ۵۹مخ)
٤. د مطالعې په ځاى کې بايد چېغې، سورې، تلويزيون، راډيواو داسې نور شيان په کې موجود نه وي.
مطالعه بايد په داسې چاپېريال کې ترسره شي، چې هلته د خلکو ډېره ګڼه ګوڼه نه وي، خلک بايد ډېر تګ او راتګ ونه لري او په داسې ځاى کې مطالعه کول، چې هلته ګڼه ګوڼه ډېره وي يا ډېر خلک په کې ګرځي راګرځي، لکه د لويو لارو سر، د ساعت تېرۍ باغونه (پارکونه)، مطالعه هېڅ ګټه نه لري. غلى والى، خاموشياو د نورو د مداخلې او مزاحمت نه شتون د مطالعې لپاره ډېر اړين شيان دي، يعنې د مطالعې په ځاى کې خارجي مداخلت بايد ډېر لږ وي.
٥. د مطالعې لپاره ځانګړې خونه وټاکئ، د مطالعې په خونه کې يوازې مطالعه کوئ، د کوم بل کار لپاره ترې ګټه مه اخلئ، کوښښ وکړئ چې د مطالعې په خونه کې د کتابونو ښايسته المارۍ ولرئ، ګټورـ ګټور کتابونه په کې ځاى کړئ، د هېواد او نړۍ د سترو سترو مفکرينو، فيلسوفانو او پوهانو تصويرونه په کې راوځړوئ، په دې صورت کې چې ليکوال يا څېړونکى د مطالعې خونې ته ننوزي او هلته کيني، په غير ارادي (لاشعوري) ډول ليک او لوست ته هڅېږي.
د مطالعې لپاره د ناستې ځاى:
د مطالعې لپاره د مکان او زمان سربېره د ناستې ځاى هم مهم وي، يو وخت به په چوکۍ کېناستم او پر ميز به مې ليکل کول خو اوس پرځمکه کينم او د ځان لپاره مې مخصوص ميز جوړ کړى دى او ليکل پرې کوم د پخواپه نسبت اوس د ليکلو په وخت کې ډېر هوسا او راحت احساسوم او کولى شم چې په ځمکې هر ډول کينم، چې د خستګۍ احساس نه کوم.
د ځاى انتخاب، د وخت انتخاب او د مطالعې په وخت کې د ناستې ځاى د څېړنې په سرعت باندې خپل تاثيرات لري.
د مقالې، رسالې، کتاب، مونوګراف، تېزس او ډیزرټيشن په ليکلو کې د پيل او لومړنيو کرښو ليکل سخت کار دى.
کله چې څېړونکى د څېړنې په ځانګړي هر ډول باندې کار پيل کوي، د لومړي پراګراف د ليکلو وروسته د ليکوال يا څېړونکي ذهن ته نوې خبرې راځي او ذهن يې خلاصېږي او بيا ورو- ورو يې د ليک په سرعت کې زياتوالى راځي او ورځ تر بلې يې د څېړنې سره علاقه زياتېږي.
د څېړنې په سرعت او مثبتو نتايجو کې مطالعه خپل ارزښت لري او د مطالعې لپاره بيا وخت، ځاى او د ناستې ځاى هم مهم دي.
د مطالعې لپاره د زمان ټاکل:
څېړونکى بايد د مطالعې او څېړنې لپاره يو ټاکلى وخت وټاکي.
څېړونکى د څېړنې د عامو او خاصو شکلي جوړښتونو (رساله، کتاب، مونوګراف، تيزس او ډيزرټيشن) په نظر کې نيولو سره هر يو ځانګړى ډول ته داسې عنوان وټاکي، چې په ټاکلي موده کې یې پاى ته ورسوي.
موضوع بايدداسې انتخاب شي، چې په ټاکلي زماني موده کې پاى ته ورسېږي، که چېرې د ماسټرۍ د کورس يو محصل د تېزش ليکلو لپاره د (وېښتيا پړاو د شاعرانو ادبي هڅې) تر سرليک لاندې د ځان لپاره د تيزس ليکلو موضوع انتخابوي چې دغه موضوع د کميت او کيفيت په لحاظ ډېره لويه موضوع ده، محصل يې په ټاکلي زمانې وخت کې پاى ته نه شي رسولى، خوکه همدغه محصل د وېښتا پړاو د يو ځانګړي شاعر (د استادګل پاچا الفت ادبي هڅې) تر سرليک لاندې موضوع واخلي، نو کولى شي چې په ټاکلي وخت کې یې پاى ته ورسوي او د موضوع حق به هم ښه ادا کړي، ځکه چې دويمه موضوع په هر لحاظ د تيزش لپاره برابره ده او لومړۍ موضوع لويه ده.
د مطالعې لپاره بايد ځانګړى وخت معلوم وي او د مطالعې د وخت پرمهال بايدڅېړونکى هېڅکله نور کارونه ونه کړي او د نوروکارونوپه هکله بايدفکرهم ونه کړي.
د مطالعې د زمان د ټاکلولپاره بايدليکوال ورځينى مهال وېش (تقسيم اوقات) برابرکړي او هره ورځ د خپل مهال وېش برابر مضامين ولولي او يا ليکنه وکړي او په خپل مهال وېش پوره عمل وکړي.
د مطالعې اويا د څېړونکي لپاره د څېړنې تر ټولو غوره وخت سهار وختي دى او د درسونو د تکرار لپاره د شپې د خوب نه يو ساعت وړاندې وخت غوره دى. په دې دواړو وختونوکې ستاسو ذهن په اسانۍ سره مواد قبلوي او په ښه شان سره زده کړه کېږي.
ځينې ماهرين په دې عقيده دي چې د مطالعې پرمهال بايدله ځان سره نږدې د پاکو او تازه اوبو ګيلاس کېښودل شي او لږې ـ لږې اوبه دې د مطالعې په جريان کې په غړپ غړپ سره وڅکل شي، دا کار څېړونکى ډېرې ذهني ستړيا ته نه پرېږدي او تازه يې ساتي.
څېړونکى بايد د ليکنې په وخت کې د غوره ليکنې هڅه وکړي او کوښښ دې وکړي، چې په خپلې ژبې ليکل وکړي، په خپلې ژبې ليکلو استعداد په ليکوال او څېړونکي کې په خپله نه پيداکېږي، بلکې مشق، تمرين او رياضت ته اړتيا لري. (۳: ۳۱ـ ۳۳مخونه)
مطالعې لپاره زمان، مکان او د مطالعې د ناستې ځاى ډېر مهم دي او دڅېړونکي په تحقيق باندې نېغ په نېغه تاثيرات لري.
د مطالعې وسايل برابرول:
څېړونکى بايددڅېړنې په دوران کې د مطالعې د زمان، مکان، د ناستې ځاى سربېره د مطالعې اړوند وسايل له ځان سره نږدې ولري.
د مطالعې پرمهال چې کومو شيانو ته اړتيا ليدل کېږي، لکه: قلم، پنسل، مارکر، کتابچه ، پنسل پاک او د مطالعې او څېړنې اړوند اصلي او فرعي منابع بايد د څېړونکي سره خوا کې موجود وي.
که څېړونکى د څېړنې په دوران کې له اثارو سربېره له مجلو او ورځپاڼو استفاده کوي، بايد ورسره نږدی وي، همدارنګه د انټرنيټ له مختلفو ویبپاڼونه د استفادې په وخت کېکمپيوټر او ورسره انټرنيټ هم موجود وي.
د څېړونکي لپاره لازم وسايل داسې حيثيت لري. لکه د ښکاري لپاره د ښکار وسايل يا د يو سرتېري لپاره يې د جنګ وسايل.
څېړونکى د اصلي او فرعي منابعو د مطالعې لپاره مجبوره دى، چې د ناستې ځاى او د ليکلو لپاره ځانګړى ميز ولري، چې دا هم په مطالعې باندې خپل تاثيرات لري.
بریالی وسی هاشمی صیب