ډاکتر شمس الرحمن –

تېرو ديارلس کلنو تجربو وښوده چې د افغانستان اداري سيستم د کاري وړتيا پر ځای پر شخصي اړيکو او ټګۍ برګۍ ولاړ دی. هر چارواکی هڅه کوي چې د خپلې کورنۍ غړي او هغه د چا خبره د پرې ياران ځانته نېږدې او د اړوند چارواکي تر واک لاندې ادارو کې ځای پر ځای کړي.

په ادارو کې د اړيکو پالنې وزارتونه ولايتونو او حتی کوچنيو والسواليو پورې وتړل. يانې که د وزير پر ځای د وزير د اړوند ولايت والي، د هماغه ولايت کوم ولسوال يا د کوم کلي ملک او سپين ږيري هم کولی شول چې د وزير دنده په خورا آسانۍ پر مخ بوزي، ځکه د هماغه وزارت ټول کارمندان يې وطنداران يا هم کليوال حسابېږي.

دا کار ددې سبب شو چې دولتي ادارې غير مسلکي، له نالوستيو کسانو ډکې او پوه او تجربه لرونکي خلک شخصي ادارو ته مخه کړي او دولتي ادارې د ناکاره او وراسته ماشين په څېر شي. خراب ماشينونه د ترميم او رغونې وړ دي، خو که د رغونې هوډ يې موجود وي او که له کمې خرابۍ سره، سره بيا هم کارول کېږي او د رغونې هوډ يې هم موجود نه وي پايله د ماشين له کاره لوېدل دي چې د يو ماشين په خرابېدو بل خراب شي او په پايله کې ټول سېستم ونړېږي.

په تېرو ديارلسو کلونو کې د افغانستان ډېری ادارې ځکه ناکاره ماشينونو ته ورته بللی شو چې افغانستان شموله نه وې. د کليوالو اړيکو پر بنسټ رغېدليو ادارو کې د ولس د کارونو د حل پر ځای د ولس جنجالونه زياتېدل ځکه د ادارو کارمندان پر دې نه پوهېدل چې په ادارو کې څنګه د ولس ستونزې حل او کاري اړتياوې يې پوره کړي. دا کار ددې سبب شو چې د ولس او سيستم تر منځ واټن زيات شي او خلک نوي بدلون ته سترګې پرلاره شي.

د بدلون د پيل انګازې د ۱۳۹۳ ل کال د ولسمشريزو ټولټاکنو د راسېدو د نغمې له غږېدو سره سمې پيل شوې. ولس منډې کړې چې د رايو لپاره کارتونه تر لاسه کړي چې د دولت زوړ ماشين په نوي هغه بدل کړي. هغو چې د زرين تاج خوبونه ليدل ځانونه يې ولسمشرۍ و نومول.

د ولسمشريزو ټاکنو د اړودوړ له پيله وزارتونه بې وزيره او جرګې بې وکيله شوې. دا د واک د سوله‌ اييز لېږد لومړنی تاريخي ازمېښت و، د منډو ترړو له پيل سره سم وزارتونو ته نوي وزيران او جرګو ته محروم وکيلان را مات شول. وزيرانو له پلان سره سم باور رايې تر لاسه کړې. او په چارو يې پيل وکړ.

هغه د عربي ژبې مشهوره مقوله ده چې وايي: “کل جديد لذيذ” يانې هر نوښت په زړه پورې وي. که څه هم په دندو ګمارل شوي وزيران نوي خلک نه و او هغه قحط الرجال قضيه يې لا پسې تاييدوله خو بيا هم د وزارتونو کارمندان تازه برېښېدل. داسې مالومېدل چې له زړو ملايانو خلک ستړي وو. خو حالاتو ډېر ژر څرګنده کړه چې نوي ګمارل شوي وزيران هم زاړه ملايان دي او بيا يې زړې تراويح پيل کړې.

له دې ډلې وزيرانو يو هم د بهرنيو چارو لپاره ټاکل شوی وزير ښاغلی ضرار احمد عثماني دی چې له دې وړاندې يې د نشه يي توکيو پر ضد د مبارزې د وزير په توګه دنده تر سره کوله. دا چې نوموړي د نشه يي توکيو د مبارزې وزارت له کوکنارو پاک کړی او ښه يې شړشم کړی و، ځکه نو سخي پاچا ورته د بهرنيو چارو وزارت ډالۍ کړ.

د بهرنيو چارو وزارت کې د افغان حکومت ددې نوي ګمارل شوي وزير لومړني اصلاحات د وزارت له رنګمالۍ، د کارمندانو له نظافت او نکټايۍ او بالآخره د وزارت د تشنابونو له نظافت ساتلو پيل شول. په بهرنيو چارو وزارت کې د اصلاحاتو دې لړۍ خواوشا يوه نيمه مياشت ونيوله. فرنيچرونه نوي شول. نوې چوکۍ واخيستل شوې. لنډه دا چې کش و فش برابر شو.

له کش و فشي اصلاحاتو نه وروسته کاري اصلاحاتو ته مخه شوه. کاري اصلاحات د وزارت د وياند له دوتره پيل شول. د وزارت پخواني وياند ښاغلي جانان موسی زي چې آن د پخواني وزير ډاکتر زلمي رسول د واکمنۍ پر مهال په اسلام آباد ته د سفير په توګه استول شوی و. ځايناستی نه درلود. ځکه نو د نوموړي خالي چوکۍ آزادې سيالۍ ته وړاندې شوه په وزارت کې ګنګوسي خپاره شول چې وزير وياند ته اړتيا لري.

له اړتيا سره سم خلک کانديد شول چې د وزارت د کارمندانو په وينا له بهرنيو هېوادونو څخه په ژورناليزم کې د دکتورا لرونکي کسان هم پکې کانديد و. نه سيالۍ وه نه بل څه، څو ورځې لا نه وې تېرې چې يو ځوان مو د تلويزيون له پردو وليد چې د بهرنيو چارو وزارت د وياند په توګه يې خبرې کولې. له مالوماتو وروسته څرګنده شوه چې ځوان د وزير له لوري وياند ټاکل شوی د هندوستان له پونې پوهنتون څخه په حسابدارۍ کې لېسانس لري. نوموړی بل کوم خاص کمال او مهارت نه لري يوازې دا چې د پروان د چاريکارو دی، ځکه نو وزير خپل وطندار بللی او د افغانستان د ټولو قوانينو پر خلاف يې ورته لومړی بست او لومړۍ رتبه ډالۍ کړې ده.

وايي سل په لالي پورې يو يې د بنګړو. بلا ورپسې يو رياست دی، دا يې د بې قانونۍ په سيند لاهو کړه. بله ورځ يې يو تنکی زلمی چې د کمپيوټر څو کورسونه يې لوستي او له دوولسم ټولګي څخه فارغ دی د دفتر رياست د مرستيال په توګه په دنده وګماره. دا زلمی هم کوم خاص برښ نه لري خو د سليمان ننګين ورسره دی هغه دا چې د پروان د چاريکارو دی.

د اصلاحاتو لړۍ د ټاکنيزو منډو ترړو له پايه وړاندې درېيو څلورو رياستونو ته ورسېده چې د چاريکارو وزارت کې يې ځای ونيو. بله ورځ په بهر کې د افغانستان په سفارتونو کې د ټاکنې لړۍ پيل شوه. هغه کسان چې چاريکارو ته وفادار نه وو په بېلابېلو پلمو د مقرريو له لېسته لرې شول. چې د چاريکارو سفارتونه ورغول شي. ملګرو ويل چې وزير په مرکه کې له موږ نه په انګرېزي ژبه يوازې يوه پوښتنه کوله هغه دا چې”What do you think about politics?” يانې دا چې د سياست په اړه څه نظر لرئ؟ ښه نو تاسو فکر وکړئ چې دا پوښتنه د بهرنيو چارو ددې جلالتمآب وزير د څومره پوهنيزې وړتيا ښکارندويي کوي. ملګرو ويل چې وزير ويل:”د چا چې انګرېزي لږ هم خرابه وي په سفارتونو کې دنده نه شي تر لاسه کولی.”

دا ډېره په زړه پورې نه ده چې ښاغلی وزير پخپله ژباړن پر ځان پسې ګرځوي او د ټيټ پوړيو مامورينو په انګرېزي ټينګار کوي!

بېرته د چاريکاري اصلاحاتو د لړۍ پر لور را ګرځو. د اصلاحاتو لړۍ لا روانه وه چې د ټاکنيزو کمپاينونو د پای ورځې راورسېدې. په دې موخه چې وزير خپل وزارت له لاسه ورنه کړي، ځکه خو يې د يوه نوماند پر لور ورمنډه کړه ( ډاکتر زلمی رسول يادوم) ډېر ژر يې خپل پلرني ټاټوبي چاريکار ته مخه کړه، پوره پېنځه ورځې يې په چاريکار کې څادر غوړولی و او خلکو ته يې زارۍ کولې چې زلمي رسول ته رايه ورکړي.

ټاکنې پای ته ورسېدې او خلک د پايلو په تمه شول. لومړينو پايلو وښوده چې؛ په پروان کې ښاغلی ډاکتر اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله له ډاکتر زلمي رسول څخه خورا مخکې دي. او ښاغلي ډاکتر رسول چې ښاغلي عثماني ورته د پروان د ټولو رايو ټټر وهلی و يوازې د لس زرو په شاوخوا کې رايې اخيستې دي.

د رايو شمېرنې دې پايلې ښاغلی عثماني سخت وراخطا کړ، ده فکر وکړ چې که زلمی رسول بريالی هم شي، لس زره رايې په وزارت ورکولو نه ارزي، د وزارت چور کولو ته يې مټې را ونغاړلې، هغه داسې چې پېنځه شپږ رياستونه يې د چاريکارو په واک کې ورکړل. د وزارت د بودجې له کمښت سره، سره يې د کارمندانو شمېر لوړ کړ او خواوشا پنځوس تنه چاريکاري او دده د ګټو خوندي کوونکي خلک چې ډېری يې له ابتدايې سواده هم برخمن نه دي په دندو وګمارل شول. او په خورا چټکۍ دا لړۍ دوام لري.

نو تاسو په خپله وواياست چې وزارتونه د افغانستان دي که د کوم ځانګړي ولايت؟ زه دا نه وايم چې هغوی دې په وزارت کې دندې نه اخلي، نه هغوی افغانان دي بايد وطن ته کار وکړي خو که وړتيا يې ولري او اداري سېستم له ننګوونو سره مخ نه کړي. سمه ده چې تر دې وړاندې هم د افغانستان د بهرني سياست دا اداره له همداسې ولايتي او کورنيو جوړښتونو سره مخ وه،‎ چې دا ننګونه دادی يو په دوه شوه.

لنډه دا چې که د بهرنيو چارو وزارت راتلونکی وزير هر څوک وي نو دا به ورته خورا ستونزمنه وي چې د چاريکارو د بهرنيو چارو وزارت بېرته د افغانستان د بهرنيو چارو په وزارت بدل کړي.

One thought on “په چاريکارو کې د رايو لپاره له څادرغوړولو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت تر چور کولو”
  1. دبكتيا والي بايد بورتني مضمون خخه بند وأخلي دداسي عملو به مقابل كي مبارزه وكري نه داجه خبله خيره دهمدو به شان به جناياتو ككره كري.
    جلالزوي

  2. الله د هلاک کړی دا غل بی درده
    یو دیر غټ خاین ده ټوله پکتیا یی چور کړه د زرمت د سرک قرارداد، د فواید عامه دلاری د پا کولو قرارداد او په سلهاوو داسی نور ټول یی چورکړی
    مړ دی وی داسی بیکیفایته جنرال لکه همدرد بیسواده.

  3. ورونو دا خو دولمتداری نه بلکه سهامی شرکت دی او د باندنیو چارو وزارت د ښاغلی ضرار احمد مقبل عثمانی په نصیب شویدی. دلش بایسکلش. هرڅه چی غواړی هغه به کوی د چایی پر څه. وایی چی حافظ شیرازی یو شعر لیکلی و چی :
    اګر ان ترک شیرازی بدست آرد دل مار
    به خال هندویش بخشم سمرقند وبخار را
    د وخت پاچا تری وپوښتل دا ولی دومره ِغټ بخشش اوهغه هم زما له ملکیت نه. حافظ خپل چپن پورته کړه او پاچا د هغه لوڅ بدن ولید . حافظ ورته وویل چی زما خو دا حال دی . نو زما یی پرڅه زه می خپل شعر نه بندوم.
    د چاریکارو وزیر هم خپل شعر نه بندوی. پنځه ورځی دنیا ده . ښه په نره یی بربادوی . د ده یی پر څه که سبا له کاره لری شی هغه پنځه یاران به تری خوشحاله وی . حد اقل نوم خو یی د باندنیو چارو وزیرانو په لست کی راغی. له ډاکتر عبدالله چا وپوښتل چی خپل خوریونه یی ټول دیپلوماتان مقرر کړل. عزیز الله عمر یی کوم د حقوقو پوهنځی لوستی وو. اوښیګانو یی چیرته مکتب خلاص کړی ول. دوی خو په مشهد اوتهران کی د افغانستان د دولت نمایندګان ول. تر نن پوری د وزارت ټول کورنی او باندنی کارمندان د پنجشیر له ولسوالی نه دی او په ښه درب او زورکی خپله عیاشی کوی. مقبل خان یی هم بیغمه درنګوی نه سوال شته نه پوښتنه. همدا ديګ او همدا یی آش. که کوم یو دلسوز او پر هیواد مین شخص په وزارت کی مقرر شی سبا ورته توطیه جوړوی او ځای به یی یا محبس وی او یا فرار. ټول وایی چی شولی ته بخو و پردی ته بکو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *