تاند- رویترز خبري اژانس وايي چې د چاریکار د نن ورځې د ټانکر د چاودنې له کبله په بس کې د بل شوي اور په نتیجه کې ۱۵ تنه وژل شوي او ۲۷ نور ژوبل دي.

یوه امنیتي چارواکي وویل چې په ټانکر پورې د نښلول شوي مقناطیسي بم د چاودنې له کبله بل شوی اور بس ته خپور شو.

چاودنه داسې وخت وشوه چې بس د ټانکر له څنګه تېرېده.

ویل کېږي چې بس کابل ته روان و.

د پروان د والي ویندویې وحیدې شاکر هم تایید کړه چې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵ تنو ته رسېدلی دی.

دې دغه راز د ټپیانو شمېر ۲۷ تنه وښود.

په چاریکار کې د مقاطیسي بم په چاودنه کې لږترلږه ۸ تنه وژل شوي

تاند- د پروان ولایت په مرکز چاریکار ښار کې د تېلو په یوه ټانکر کې د بمي چاودنې په نتیجه کې لږترلږه ۸ تنه وژل شوي دي.

د پروان د والي ویندویې وحیدې شاکر نن /چهارشنبه/ فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، د تېلو په یوه ټانکر پورې نښلول شوی بم په داسې حال کې وچاودېده چې د سپرلیو یو بس تېرېده.

د پروان امنیه قوماندان محمد زمان مموزي وویل چې په دې پېښه کې ۸ تنه وژل شوي او ۲۴ نور ژوبل دي.

ده همداراز وویل چې د ځینو ټپیانو حال نازک دی.

مموزي وویل چې بم د تېلو له ټانکر څخه اور د سپرلیو بس ته خپور شوی دی.

په خپرو شویو عکسونو کې بس لیدل کېږي چې اور پرې بل دی.

ځواب دلته پرېږدئ