زه د (زه په چاک پروت يم) کې د هغه سړى په لټه راووتم، چې په چاک پروت دى او باران پرې ووري. د باران او پر چاک د پروت سړى څه رشته ده؟ دا زموږ د اوسنۍ ګلوبلايزشنل نړۍ او په تېره د پښتني چاپېريال مهمه پوښتنه ده، چې له فکر وخياله برخمن په چاک پروت سړي ورته د ځواب هڅه کړې؛ خو پخپله هم حيران دى، چې دا پوښتنه خو پخپله ځواب هم دى؛ خو بيا هم ځواب نه دى:
د ممتاز په حال ممتاز هم خبر نه دى
خوند يې واخله له کلامه، ځه ورځه
د دې سړي پوستکى لمر دومره نازکه کړى، چې اوس پکې له سړو تودو نه نه شي پټېداى. اړ دى، چې د ځان په دوزخ کې وسوځي؛ خو په دې دوزخ کې يواځې دى نه دى، د ده ټول خلک دي. اوس د ده خپل پوستکى نشته، چې دى له خلکو بېل کړي، د ده په وجود پورې نور هم نښتي؛ نو چې نور عذاب ويني، دى هم ورسره پکې شريک وي.
د خپل ځان له عذابه خلاصون د اوسنۍ پښتو شاعرۍ لويه ځانګړنه ده؛ خو دا وتل که موږ ته فردي ښکاري او د ټولنيز جبر پر وړاندې يې مزاحمت او غبرګون ګڼو، دقيق نه يو، بلکې دا اور په هر فرد کې بل دى او په دې طريقه دا عذاب ټولنيز(اجتماعي) دى.
ټولنه لګيا ده، چې له دې عذابه راووځي؛ خو افرادو ته د نجات لارې بېلې ښکاري، څوک خپله بقا په مذهب کې ويني، څوک په اقتصادي او سياسي امکاناتو کې او څوک له ځانه د بېخودۍ په شرابو کې؛ خو د دې هر يوه لار په بل باندې ده؛ نو چې په هر کږلېچ کې سره مخ شي وترهېږي، مضطرب شي.
اضطراب د اوسنۍ شاعرۍ موتيف دى. د دې اضطراب بېلابېل عوامل دي؛ خو مهم علت پکې د فرد او ټولنې ترمنځ راغلى چاک(چاود) دى. زموږ پر ځان مينه ټولنه پخوانۍ ده؛ خو په چاک پروت سړى د نړۍ تاريخ لوستى، د مذهب په تقاضو پوه دى او د سياسي ځل بل هاخوا تيارې ورته ښکاري؛ نو داسې سړى به خود مضطرب وي، خود به پر مورګو رااوړي، چې له ټولنې سره يې د سازښت امکان کم دى.
د درېيم ېنړۍ يو عيب دا دى، چې دلته څوک د ځان په رنګ کوي نه، بلکې ځان وژني؛ خو چې تا د ځان په رنګ کړي. هر سړي ته ځان له حقيقته برخمن ښکاري؛ نو دا فيصله سخته شي، چې څوک پر حقه دى؟ په چاک پروت سړى؟ په چاک پروت سړى حيران دى، چې د بدخشان لال له چا سره دى؟ او دا د په چاک پروت سړي بصيرت او بصارت ښيي، چې تر حقيقتونو لاندې د تګ وړتيا لري.
په چاک پروت سړى مضطرب دى، چې څه ومني، څه ونه مني او په دې طريقه دا سړى د هر اوسني باشعوره فرد د روح نمايندګي کوي. زموږ انقلابونو او ټولنيز اکر و بکر موږ قانع خو نه کړو؛ خو منکر يې کړو، څومره چې يې ځان سپيناوه، هغومره تور شول، ځکه نو په چاک پروت سړى خپل عافيت په انکار کې ويني، په چورلټ انکار کې، چې د ټولنې له ورکړي اضطراب او عذابه ځان وباسي:
انکاره ځار دې شم، مالک دې کړم د خپلې خوښې
اوس مې څه کار د عقيدو له دغه ګنده سره؟
دا نهايي پرېکړه ده؛ خو دې نهايي پرېکړې ته د خپل مهال ټولنيز چاپېريال اړ کړى، چې په فرد کې زنځير اچوي او په ځان پسې يې راښکل غواړي:
د انکار جرم ته ماحول جوړوي
دوى دې نران شي، چې فتوې راوړي
دا د جنت وږي بلا وهلي
لوږې وهلو ته تسبې راوړي
په چاک پروت سړى د ټولنيز جبر په زندان کې پروت فرد دى، چې زګېروي کوي. دى د ثواب او عذاب له جبره تنګ دى:
داسې څوک شته دې ښاريه کې، چې يو څو خبرې
ما سره وکړي، له ثواب او له عذاب نه بغير؟
دا فرد ارمانونه لري، مينه کول غواړي، د مارغه غوندې ازاد الوتل غواړي؛ خو ټولنې يې روح د عذاب او د ثواب په موټي کې راايسار کړى دى. دى ژاړي، خندنۍ کوي، ښکنځلې کوي، چې په دې طريقه د ټولنې له عذابه نه شي خلاصېداى، د ځان عذاب خو پر ځان کم کړي.
خو پوښتنه دا ده، چې په چاک پروت سړي باندې څنګه باور وکړو، چې دى زموږ د فرديت ترجمان دى؟ په ټولنه کې خو ډېر افراد اوسي، دى د افرادو ترمنځ اړيکو ته ژمن دى؟ د افرادو ترمنځ اړيکو ته ټولنه وايي، ىو فرد خو به څه نا څه له خپل ځنګلي فطرته تېرېږي، هله به په دې ځمکه نورو افرادو ته ځاى پيدا کېږي. په چاک پروت سړي خلک تصوفي نه؛ خو معقول زغم ته هم نه دي رابللي. بس د ټولنې چوکاټ مات کړه، هر څه وران کړه، بهر راوځه؛ خو بهر څه نشته، دا درزونه چې د دېوالونو په ماتولو سره په چت کې راغلي، دا به څنګه ډکوو، دا چت خو به بېرته پر موږ راغورځي، په چاک پروت سړى دې پوښتنې ته بېځوابه دى او دلته موږ ته پته ولګي، چې په چاک پروت سړى شاعر دى. شاعر پوښتنې پيدا کولى شي؛ خو حلولى يې نه شي. دې پوښتنو ته به ځواب فلسفه وايي، چې مذهبي اختناق، سياسي انحصار او اقتصادي استحصال(زبېښاک) ته څنګه ځواب ووايو.
بهرني اخلاق او د فرد خپله سوپر ايګو(وجدان) چې د فرد له ځنګله پر راوړي ايډ(انساني فطرت) څومره فشار زياتوي، فرد هغومره مضطرب کېږي او په همدومره زور سره هڅه کوي، چې دا دېوالونه وغورځوي، تر دېوالونه وروسته به څه وي، دا د ايګو اندېښنه؛ خو ايګو د دې غويانو ترمنځ دل شي، د پرېکړې کولو استعداد يې ختم شي او داسې فرد د دوه ګوني شخصيت خاوند شي، دنيا ته په يوه رنګ څرګندېږي، ځان ته په بل. په دې حالت کې انسان دومره مضطرب شي، چې د خپل ارمان د ترلاسي لپاره له يوې وسيلې هم درېغ نه کوي او که وس يې ونه رسي، نو يا به ځان وژني يا به لېونى کېږي، ګنې سودايي خو به ضرور ورپسې شينه. په چاک پروت سړى زموږ د همدې فردي غوښتنو نمايندګي کوي او چې موږ يې لولو، تسکينېږو.
د (زه په چاک پروت يم) شاعر بريالۍ شاعرانه تجربه کړې دي. د پښتو د شاعرۍ له روان بهيره يې ګرد وڅانډه، پراخ امکانات يې پکې پيدا کړل، اهنګينه شاعري يې وکړه، د محدودو الفاظو او افسانو له منګولو يې وايسته او د شاعرۍ له واکمن ډسکورس يا ذهنيته يې ازاده کړه؛ خو ما ته د ټي ايس ايليټ خبره راياده شي، چې شاعر څومره له (ادبي) دوده(روايته) تښتي، هغومره روايت ته ورنېژدې کېږي. نوښت د دود په همدې چينه کې پروت دى. موږ له شاعرۍ نه يواځې په دې خاطر خوند نه اخلو، چې د روايت مخالفت کوي، بلکې له خپلو روايتونو سره تړاو ورکوو او چې داسې شاعري ولولو، د مطالعې او تجربې پر بنسټ زموږ جوړ شوى ذهنيت درزمن کړي، دا درزمنېدل خوند راکوي. دا څوک نه شي ويلى، چې د ممتاز خبرې تر دې مخکې شاعرانو نه دي کړې؛ خو ممتاز په پراخو ادبي امکانات وړاندې کړي او موږ ته چې خوند راکوي، د پراخو امکانات دا تړاو او روايتي بغاوت خوند راکوي.
——————————