دخوست ولايت د باک ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه تنه ماين خښوونکي د ډېرو موډرنو او خطرناکو ماينونو ، د ټولټاکنو پرضد دسلګونو شپې پاڼو،په ماينونو کې کارېدونکو لينونو او موټرسايکل سره يو ځاى نيول شوي دي.

دغه دواړه تنه هغه وخت ونيول شول، چې د باک ولسوال عبدالحى ځاځى ،د ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ د تعليم او تربيې مدير او څلورتنه ساتوونکي پدغه سيمه کې په ګزمه کولو بوخت وو، چې د کلک مقاومت وروسته يې دواړه ماين خښوونکي نيولي دي.

د ولسوال په خبره نيول شويو کسانو د ټېلېفوني وېډيوګانو او خبرو ښکاره شوله، چې دوى د سه شنبې په شپه د عليشېرو ولسوالۍ د چرګوټي د سرحدي پوليسو پوسته باندې په ترسره شوي بريد کې هم فعاله ونډه اخېستي وه.

خوست والي عبدالجبارنعيمي د باک ولسوال او د هغه د ملګرو ستاينه وکړه، چې په رښتيني توګه يې د يوه افغان او مسوول مامور ايماني فرض ادا کړى او ماين خښوونکي يې په خپلو مټو نيولي دي. نوموړي په ټولو ملکي مامورينو  او عامو وګړو غږ وکړ، چې د هرهغه چا په وړاندې چې د افغان وژنې او بربادۍ هڅې کوي. د باک د ولسوال او د هغه د ملګرو  په شان يې پروړاندې بېړانى  اقدام وکړي او د سختې قانوني سزا په موخه يې د قانون پنجو ته وسپاري.

نعيمي زياتوله ، د امنيت په تامين کې يوازې امنيتي، کشفي او دفاعي ځواکونه نه ، بلکې ددې ټولنې هر وګړى ديني او ملي وجيبه لري، په کار ده، چې هر افغان د امنيت په ټينګښت، هېوادجوړونې او ملت جوړونې په لاره کې لازمه قرباني ورکړي.

ولايت مقام مطبوعاتي دفتر

٦-١-١٣٩٣ چهارشنبه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *