چې له بدنه يې سرې وينې په اسانه تللي دلته وړيا دي ځکه هر چانه پرېمانه تللي اوس چې د بل د سر قيمت پوښتو افسوس پرې کوو له موږ رښتيا د کار سرونه ډېر ارزانه تللي د شاعر دا بېتونه مې د معنوي نړۍ پرذهني پرده د هغه علم پروره شخصيت څېره انځوروي چې خپل ټول ژوند يې انساني روزنې، هوساېنې او غوړونې ته وقف کړی و، د ټولنيزو اخلاقو ښېرازې پانګې يې د هر زده کوونکي او سيمه وال (چپرهار مېشتو) په زړه کې د پلارنۍ مينې او عاطفې په څېر غزونې کړې وې، خو انسان دښمنه کرغېړنو لاسونو يې د زرګونه لارويانو سربېره د علم ډيوې هم د اوښکو پر تويولو مجبورې کړې.
له اوږدو لسيزو راپاتې ميراثي جګړو ګڼې ککرۍ خاورې او موږ د جهل په تورتم کې همداسې سربداله او ټکر خوړونکي حالت سره مخ په ځوړ روان کړي يوو، د فکري کنګلتيا سربېره يې د خبرو سړي هم په يو ټغر له راټولېدو محروم او يو بل ته غوښه او چاړه کړل آن تر دې، چې اوس جګړه يوبل مبهم اړخ ته په اوښتو لا کړاو زېږوونکې شوه، د قومي مشرانو او سپين روبو وژل، ترور او له منځه وړل يې راپيل کړل. زما د قتل پر وخت غوږ وم ويل يې ويې وژنه دا هغه قوم دی چې وژل يې هيڅ ګناه نه لري داسې ښکاري چې زموږ علمي شخصيونو او د قومي مشرانو وژل او ترور د يو پلان شوي پروګرام له مخې ترسره کېږي؛ ځکه په پښتنو کې د قومي مشرانو او سپين روبيو شتون د دې ولس يوه ستره نېکمرغي ده، همدا قومي مشران او سپين روبي دي چې د ولسونو لويې لويې او اوږدې اوږدې شخړې حلوي او مخالفې خواوې يو بل ته سره په غاړه کوي.
همدا قومي مشران او سپين روبي دي چې د قومونو او ولسونو پر سر يې سيورى کړى دى، له بله پلوه همدا قومي مشران د ولسونو او دولت تر منځ د يو تړونکي پول بڼه لري، په دولت کې ډېرې ولسي ستونزې حلوي د ولس ستونزې دولت ته او د دولت غوښتنې تر خپلو ولسونو رسوي. اوس داسې ښکاري چې افغانستان او په ځانګړې توګه د پښتون ولس دښمنان دې پايلې ته رسېدلي وي چې د دې ولس د ايلولو لپاره اړينه ده چې د ښوونځيو تر سوزونې وروسته يې د سر له سيوري څخه هم بې برخې شي.
بس د هرچا لاس پکې پروت دی او شلوي يې ترينه زما وطن د ملامت سړي ګرايون غوندی دی همدا لامل دى چې په ختيځو ولايتونو کې په ځانګړې توګه د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ کې په تېرو څو کلونو کې د ګوتو په شمېر هغه قومي مشران چې په شخصيتونو يې حساب کې ده د نامعلومو ټوپکوالو لخوا په مرموز ډول ترور او له منځه وړل کېږي، هغه مخور او روڼ فکره قومي مشران چې ولسونه پرې راټول ول، دولت پرې ډاډه و؛ خو له بده مرغه اوس د دغې خطرناکې دسيسې په پراخېدو سره زموږ په ولسونو کې وېره خپره ده او دولت هم ورځ ته بلې په ولسونو کې خپل ملاتړي له لاسه ورکوي. کله له يوې خوا ټول مشرقي او بيا په ځانګړې توګه ننګرهار ولايت د علم او ادب زانګو ګڼل کېږي، خو له تېرو څو کلونو راهيسې د علم او پوهې په برخه کې د چپرهار ولسوالۍ او د دې ولسوالۍ د خلکو نومونه ډېر يادېږي. د دې ولسوالۍ د اوسېدونکيو خوشبختي په دې کې ده چې دوى د (چپرهار د محصلينو علمي او ټولنيزه ټولنه) په نوم د فعالو او بااحساسه ځوانانو يوه ټولنه لري، د دې ټولنې د فعالو غړيو هلې ځلې دي چې هر کال په کانکور ازموينه کې چپرهاري محصلين د ننګرهار له ټولو ولسواليو څخه زيات کاميابېږي، لامل يې دا دى چې د چپرهار علم پروره او بادرکه شخصيتونه خپل پام د خپلو بچيو له رونې څخه بلې خوا ته نه اړوي، کله چې پوهنتونونه رخصت شي نو په پوهنتونونو کې پر زده کړو بوخت محصلين بيا د چپرهار د پوهنې د مديريت او د لېسو د مديرانو په همکارۍ د لېسو د زده کوونکيو لپاره په لېسو کې د کانکور د اماده ګۍ کورسونه جوړوي، دا يو ډېر لوى کار دى چې موږ دې د علم او معارف په برخه کې ځوانان وروزو او هغوى ته د زده کړې زمينه برابره کړو. خو له بده مرغه او بيا هم له بده مرغه چې پر دغې ښکلې ولسوالۍ او دغو ښکلو خلکو له يو څه مودې راهيسې يوه داسې بده بلا رانازله ده چې په لس ګونو مشران او ځوانان يې وخوړل او لاهم نه ده معلومه چې دا سور سيلاب به نور څومره سرونه له ځان سره يوسي
اوففففففففففف څه وکړم موږ له خپلې سمي څخه شړل کيږو ، وهل کيږو او وژل کيږو خو غږ هم نه شو پورته کولای هيڅ مي په وس کې نه دي خپل درد او غم به په دی بيت کې رانغاړم: څوک مو پر يو مخ او څوک مو پر بل مخ پخوي لاسونه موږ غلي ولاړ يو والله موږ لکه چې ځان نه لرو
+++ وهل که ټکول وي زه هيڅ نه شم ويلې ظالم مي هم وهي هم ژړا ته نه پرېدي
+++ په دې دواړو لاسو شل شې په دی خپل ټوپک سوری شې څه ښايسته غوټۍګلان دی په دې بڼ کې ځوانيمرګ کړل ځينی اشخاص نه غواړي د دی ولسوالۍ خلک دې د علم په ډګر کې وځلېږي، په دې ولسوالۍ کې علم پروره اشخاص وژل کېږي، يا هم له ولسوالۍ څخه تېښتې ته اړ کېږي، د دې ولسوالۍ وضعيت په دومره کچه خراب شوى دى چې اوس ترې ډېرى علمي شخصيتونه اړ شوي دي کورونه ښار ته يوسي ځکه چې هلته ورته د ژوند امکان نه شته دى، داسې ښکاري لکه دولت، د دولت مخالفين او خارجيان چې په زوره غواړي دغه خلک له علم او معرفت څخه لرې وساتي، زه په عمومي ډول خپلو هېواد او په ځانګړي توګه د چپرهار خلکو ته وايم که په جنګ او وژولو دا ستونزه هواريده نو دا دری لسيزي به دا ستونزه هواره شوي وه . لکه يو شاعر وايي: خواږه عمرونه يې له ځان سره په جنګ وخوړل دلته څه خلک لکه اوسپنه خپل زنګ وخوړل څنګه ګوزار و او هډونه يې څه ډول مات کړل څنګه بلا وه او سرونه يې څرنګ وخوړل زه نه غواړم چې په چپرهار کې د لسګونو ځوانانو او هغو علمي شخصيتونو د وژلو په اړه تبصره وکړم، خو غواړم چې د ټول چپرهار د علمي شخصيتونو د بابا او د ټول چپرهار د علمي کاروان د سرلاري په وژنې خپلې اوښکې تويې کړم، ځکه دا زما له زغمه وتې خبره ده. د خپلواکۍ پر لومړۍ ورځ سهار مهال د چپرهار ولسوالۍ يو دروند مشر او د پوهنې مدير شهيد الحاج محمد عظيم نايل په ډېره بې رحمانه توګه ووژل شو:
وړي اوس نايل صیب ته د اوښکو امېل چا يتيمان کړل لاروي د عرفان؟!!! مدير صاحب نايل د ټول چپرهار د علمي بهير مشر و او په ډېره مينه يې خپل ولس ته د علم وړانګې رسولې، دى کوم سياسي کس نه و او نه يې هم د سياست لپاره هلې ځلې کولې، زموږ لويه بدبختي دا ده چې زموږ د دولت مخالفين د خپل مخالفت او جګړې اساسي کرښې هم نه پېژني هغوى پر دې نه پوهېږي چې اهل معارف او سپين ږيري په ټولو جګړو کې معاف دي او هېڅوک ورسره کار نه لري. تر کومه ځايه چې ما مدير صاحب پېژانده هغه يوازې پر علم او چپرهار مين انسان و، هغه به د چپرهار د علمي بهير لپاره هر وخت خپل ټول امکانات په کار اچول، هغه به چې وليدل د دې ولسوالۍ يو ځوان يو لوړ مقام ته رسېدلى دى، من من به ورته غټېده، هغه چې د چپرهار ولسوالۍ د معارف او دد غې ولسوالۍ لېسې لپاره يې چې څومره کار کړى دى، هېڅوک ترې سترګې نه شي پټولى، د چپرهار عالي لېسه چې يو وخت سپېره ډاګ و، د ده په وخت کې په يو ګلباغ او ګلبڼ باندې بدله شوه، هم له مادي لحاظه يې پرمختګ وکړ او هم يې په معنوي لحاظ. په چپرهار کې اوسمهال ټولې موجودې يوويشت لېسې چې په کې ٤١ زره زده کوونکي په کې پر زده کړو بوخت دي، دا ټول د ده له برکته ول، دا يوازينى د پوهنې مدير و چې په پرټولو لېسو او مکاتبو به ګرځېده او د هغوى د تدريس بهير به يې له نږدې څاره ، آيا داسې څوک به بل پيدا شي چې په دومره جذبه او په دومره لوړ احساس د خپلو خلکو او خپل ولس خدمت وکړاى شي؟ هېڅ فکر نه کوم، چې دا خلا دې بل څوک ډکه کړاى شي. مدير صيب عظيم به د چپرهار هر ګوټ ته ځان رساوه او د هر متعلم غږ به يې اورېده. ما ته درد په دې راځي چې مدير صاحب نايل خپل ټول عمر د چپرهار د معارف لپاره په خدمت تېر کړ او بالاخره په همدې ډګر کې يې له ژوند سره خداى په اماني هم وکړه، نږدې د چپرهار ټول ځوانان او علمي اشخاص يې زده کوونکي پاتې شوي دي، دى چې کله د خپلواکۍ د ورځې په سهار د جلال آباد ښار ته راروان و نو موټر يې د وسله والو کسانو له خوا ودرول شو او ده ته يې د راکښته کېدو امر وکړ، دى چې کله له موټر څخه کښته کېده، نو خپل قاتل او وژونکي ته يې د بچي خطاب وکړ چې ((خداى دې خير کړي بچيه! خيريت خو به وي؟!)) اوووفففففف!!!! خو هغه بچى چې په حقيقت کې د ده بچى نه و او له پردۍ وينې، پردي فکر، پردۍ جذبې او پردي ټوپک سره د ده د وژنې لپاره ولاړ و، هغه به البته خپل پلار نه درلود چې د ده د وژنې پر مه ال ورته سترګو ته ودرېدلى واى، ددغې سپيني ږيري لحاظ يې هم ونه کړ او پر ده يې بې واره ډزې وکړې او دى يې شهيد کړ، دا وژونکى او قاتل به هم خامخا د چپرهار و، ځکه د بلې سيمې او بل وطن سړى څنګه په چپرهار کې په رڼا ورځ داسې يوه هستي وژلى شي؟؟؟ د ده يوازينۍ ګناه دا وه چې د چپرهار پر ماشومانو او تنکيو ځوانانو يې د علم وړانګې وېشلې، دى پر خپل خدمت او خپل نيت دومره ډاډه و چې په هېڅ ځاى کې به يې د وېرې احساس نه کاوه، نو ولې يې د وېرې احساس کړى واى، ده خو بهرنيانو ته جاسوسي نه کوله او نه يې د خپلې پوهنې په مديريت کې ډمې ګډولې، دى به ولې په خپل ژوند وېرېده، ده خو له امريکا، له لندن، له جرمني څخه د تعليم اسناد نه و راوړي او نه ورسره د دغو هېوادونو د ګټو فکر او نظر په سر کې و، دى خو په چپرهار کې زېږېدلى و، همدلته يې زده کړې کړې وې، همدلته معلم شوى و، همدلته سرمعلم شو، همدلته مدير شو، همدلته د پوهنې تر Ù �ديريته ورسېده، دى اصيل او نږه چپرهارى و، دى خو نه د کرزي په کابينه کې وزير و او نه هم د شېرزي په ولايت کې مامور، اوس د ده د وژنې دليل څۀ شى کېداى شي؟؟؟ زه خبر يم چې مدير صاحب عظيم ته په ولايت او کابل کې د ډېرو لوړو پوسټونو وړانديزونه شوي وو، ډېرې لوړې څوکۍ په ډېر لوړ معاش او امکاناتو ورته وړانديز شوې وې خو له خپل ولس، خپلو خلکو خپلې سيمې او خپل معارف سره د ده مينه وه چې دى يې له چپرهار څخه ونه ويست او همدلته پاتې شو. که دى پر خپل سر وېرېده، نو راغلى به و د ښار په پوهنې رياست کې به يې کومه غټه دنده اخيستې وه، وزارت کې په مقرر شوى و، خو ده ويل هغه خدمت چې زه يې د چپرهار ځوانانو ته کولاى شم، بل څوک يې نه شي کولاى. آخر زموږ هغه مسلمانان وروڼه چې د خداى د کليمې د پورته کولو په نيت يې ټوپک اوږې ته اچولى دى، کله چې په خپله بستره کې ځانته کېږي، له ځانه دا پوښتنه هم کوي چې زه به د خداى کليمه په چپرهار کې د ځوانانو او د مدير عظيم په څېر اشخاصو په وژنې پورته کوم ؟! دا چې په وينو سور شو دا د چپرهار د پوهنې بابا دی. دا هغه چا وژلي چې يو وخت يې ته ورته په غوږونو کې اذانونه کړي وو او نن يې د تکبير په نعرې سره وواژوه او شهيد يې کړ، هم دوی مسلمانان کړي وو، هم دوی ملحد کړ او هم دوی يې جنازه وکړه. د چپرهار پوهنې بابا په چپرهار کې ځوانان او کوچنيانو ته د علم ،رڼا او پرمختګ زمينه برابره وله خو په غم واوختو. بابا په چپرهار کې ژوند خوروه او په مرگي پېښ شوو. دا هغه څوک دی وطن د خدمت په تور او د علم او رڼا په خپرولو ووژل شو اوفففففففففففففففف هم، مړ او هم پړ شو. بابا خو غوښتل چې چيرهار کې دعلم او عرفان ډيوې او پلوشې بلې کړې خو افسوس د خدای دوست د خدای په دښمانانو او کاذبانو واوخت، بابا ته ته يې ويل چې ته څنگه د چپرهار لر او بر کې علم او عرفان ډېوې بلوې او دا ځوانان دجهل او ناپوهې له ګردابه راوباسي بيا به څوک زما غلامې کوي پر چا به حکومت کوم او څوک به زما د امر اطاعت کوي بايد ته ووژل شي او له دې دنيا سره مخه وکړې. اوس داسی څوک نشته په دی ولس کې چې چې تا به رانه وساتي. بابا ورته وويل چې بچيه! زوی! زه وطن ابادوم زه ژوند خوروم؛زما ارمان اوموخه دا ده چې ستا په لاس کې قلم او کتابچه وګورم او د خپل پلار او ګرانې مور هÙ �لی او ارمانونه پوره کړې. بچيه! ستاپلار او مور تيرو جنګونو ستړي کړي دي هغوی نور ارم او ستا سيوري ته اړتيا لري. ژوند خو هماغه وو چې تير شو په جنګونو باندې زموږ په زړونو کې به وار د ميني کله راشي په سوالو ستړې مور نه غواړو لږه وچه ډوډۍ دهغې په سترګو کې داوښکو پرځای ويني راشي بچيه ! علم زده کړه او د هېواد لپاره وياړ او افتخار شه، ګرانه بچيه! ته د ځوانۍ په احساساتو اوجذباتو کې راغلئ به نن پوهيږي خو په سبا نه پوهېږي چا چې تاته ټوپک په لاس کې درکړی ستا اينده تبا کوي تا هم ووژني پر تا خپل ، دوستان او نور هېواد وال ووژنې او ستا راتلونکي دی تياره کوي او ستاد پلار او مورجانې هيلې دی ووژني د به ورته په ډېر افسوس سره وويل د تنکي هلک په لاس کې ټوپک ګورم ولې مينه د کتاب ورسره نشته هيله کوم چې که علم او پوهه زده نه کړي نه خپل دين او نه خپل هېواد ساتلی شي ګرانه! هيله کوم لاره بدله کړه او دا لاره ستا او نورو لپاره تباه کوونکي پايلی لري. موږ دې خلکوته ګلونه تا زخمونه ورکړل موږ دې وطن لره خوښې او تا ژړا را وړله خو د ژوند قاتلانو ته دی خبرو څه ارزښت درلود لکه يو بل شاعر وايي ځينې شته داسې چې دښار ته دوعاګانې کوي ځينې شته داسې چې دا ښار يې داسې ړنګ خوښيږي +++ له ښاره د هيندارو سوداګر په زوره باسی خپل شکل ويرولي دي بلا غوندې څه خلک +++ چې د بدرنګ څېره بدرنګه وښئ بدرنګ د ټول ښار اېني ماتوي +++ زياتيږي دلته هر ورځ د درد په څير وګړي پيدا کړي دلته خدايه ! د د وا غوندې څه خلک هغه چا داسی نه و روزلی چې دی خبرو پري څه اغيز کړي وو، بابا د پوهنې د خپرولو په ارمان يو رښتيني شهيد شوو او قاتلانو چيغې وهلی چې موږ غازيان.يو خو دا قضاوت به د الله ج په محکمه کې کيږي ځکه دا قاتلان خو په دی دنيا محکمه نه لري په چپرهار کې ښکلى ژوند بې خونده او بې رنګه شو، اوس به څوګ مديرصاحب عظم نايل شي د چپرهار په کلو او کوڅو کې علم او د پوهې رابلولو چيغي وکړي ځوانانو سره مينه وکړي او کوچنيان و نازوي؟ پوهيږم چې د چپرهار په ښونځيو کې سپيره بادونه لږيږي او د هغه چا هيلي به پوره شي چې بابا يې د پوهني په لار کې شهيد کړ خو د پوهنې بابا له خولې تر اخري سØ �عته هم دا يوه جمله وه. (زما لويه گناه دا ده چې علم او عرفان لپاره کارکوم).. د پوهنې دبابا شاګردانو هغه سړکونه جوړ کړي چې دده قاتلان پرې موټرې او موټر سېکلې ځغلوي، هغه چاته يې جوماتونه جوړ کړي چې دوى پکې لمونځونه کوي او موږ پکې منافقان ياديږو. هغه ملهمونه يې جوړ کړي چې دوی يې په خپلو ټپونو لگوي. زموږ هره دعا موږ ته ښېرا او هره دوا راته وبا شوې ده: کاشکی مړ وايې چې مې هيڅ نه وايې ليدلی دا ستا په مرګ حساب ژوندون افغانه نه شرميږي ټول قومونه سره يو شول ته شليدلی تڼۍ پروت يې پرېشانه د چپرهار علما، مشران، ځوانان او ماشومان په سرو سترگو ژاړي او دا سوال کوي چې زموږ بابا چا او په کومه گناه ووژلو؟. دی خو له کوره څخه خپلو بچيو ته ديوی روښانه راتلونکي په هيله او دحلال رزق گټلو پسې وتې وو. ده خو يو لمونځ هم نه وه قضاء کړی او نه يې د کوم خارجي هېواد پاسپورټ درلود، ده خو له همدغو ښاغلو سره په يوه جومات کې لمونځونه کول او هم يې دوى پسې نيتونه تړلي و؛ خو اخر دا نيتونه څنگه بدل شول؟ زما د پيغمبر وارث څنگه د هغه د خدای بنده په داسې بې دردۍ وژني؟ هغه خدای د چا په نامه چې موږ وژل شوي يو د هغه نبي خو ويلي چې د علم زده کړه فرض ده او تاسی د علم زده کړه وکړئ ولوکه په چين کې هم وي . دا څنگه د خدای عسکر دي چې د قربانۍ په مياشت کې د ورې پر ځای د اسماعيل په مرۍ چاړه راکاږي: د زړه زخم مې د سرې واورې کمر دی راختلی پرې د سپينو اوښکو لمر دی په مريو مو بلا چړې شوې پڅې قصابان د کلي وايي چې اختر دی سپين لباس د پرښتو ابليس اغوستی جاهلان وايي وارث د پيغمبر دی گرځوم يې درپه در چېرته ېې کېږدم د ژوندون د مړي پېټی مې په سر دی بيا ېې کړی دی اودس د چا په وينو چې خطاب يې د وژنې په منبر دی هر دجال دي د مهدي کالي اغوستي په وطن راغلی بې نېټې محشر دی. او که افغانستان ته د راغليو بهرنيانو په شړلو؟؟؟ زه به په دې خاوره اسلامي نظام څنګه راولم، زه به مکتبونه په مدرسو څنګه بدلوم، آيا په همدې ډول چې د الحاج عظيم په څېر اشخاص غلبيل کړم او که په دې ډول چې وطن ټول علم علم، مکتب مکتب او رڼا رڼا شي. نو زه به بيا د خداى پاک سپېڅلي کتابونه راوړم او په خپلو ځوانانو به يې ووېشم، چې مکتب کنډواله وي، چې مکتب معلم او د پوهنې مدير ونه لري، نو هلته به د الله کليمه څنګه پورته شي او هلته به اسلام څنګه نافذ شي؟؟؟ زه په پاى کې د چپرهار د علم د بهير پر ټولو لارويو غږ کوم چې د پوهنې د مدير وژنه په حقيقت کې زموږ او ستاسې د ټولو وژنه ده، د چپرهار وضعيت په دې ډول ليدل نه دي په کار، دا ولس او دا خلک له دې مرموزې او پټې بلا څخه ساتل په کار دي، له طالب سره خبره کول په کار دي چې هغه څۀ غواړي؟ ايا د هغه هدف همدا دى چې د چپرهار خلک بې علمه او بې تعليمه پاتې شي، که دا وي نو پر خلاف يې غږ پورته کول په کار دي او که دا هدف او دا کارونه د طالب نه وي، نو بيا د هر هغه چا په مقابل کې دې طالب هم له چپرهاريانو سره يو ځاى ودرېږي څوک چې له دې سيمې د علم رڼا ورکوي، موږ ته په هر حالت کې علم ضرور دى او بايد علم حاصل کړو، هغه که د طالب په امارت کې وي او که د کرزي په ډيموکراسۍ کې، کتاب، کاغذ او قلم ته په هر ډول نظام کې شديده اړتيا ده. وروڼو! زړه مې دردېدلی، دومره درد چې آن ټول فکرمې راته نور تياره او کنډواله ښکاري. پوهېږم چې مدير صاحب عظيم په خپل لويوالي سره په ټول چپرهار او ټول ننګرهار پورې مربوط شخص و د هغه په وير نه يوازې ټول چپرهار، نه يوازې ټول ننګرهار بلکې د ټول افغانستان اهل معارف ژړېدلی او خواشينى دى وزيران، رئيسان او لوى لوى خلک ورپسې په چيغې چيغو ژاړي، دوى ظالمانو خو مدير صاحب عظيم جسماً له موږ لرې کړ، خو زموږ له زړونو هغه هېڅوک نه شي ايستلاى: شګفته کړه لکه لمرتندی هر چاته چې په تګ دې سياه پوش تمام جهان شي د شهيد مديرصاحب عظیم نايل مينه او عاطفه مې په زړه کې داسې اغږل شوې لکه وجود کې وينه، بېلتون يې د خپل پوهنيز معنوي ډګر زرغونو نيالګيو ته د خزان سيلۍ بولم او ايمان لرم چې د بيا ليدو ارمان به مو ونه ووځي، خو د اروايي تسکين په نيت يې دا بېت هر ساعت را په زړه کېږي: ته لاړې او غم دی په خدای ډېره بربادی وکړه ته راشه په زړګې کې می له سره ابادي وکړه زړه کې مې تر دې هم ډېر څه ويل شته خو لاسونه په همدې دعا لپه کوم: ای د کائناتو ربه! مدير صاحب عظيم خان ستا يو مخلص او پاک زړی بنده و، ستا د پېژندنې او دين لپاره يې د انساني ټولنې په روزنې پسې لسيزې کلونه په ډېره رښتينې مينه او عاطفې د علم ډيوې بلې کړې، ته ورته په خپل فضل او کرم جنتونه ورکړې، کورنۍ او دوستانو ته يې صبر او موږ نور له دغې مرموزې بدبختۍ په امان کړې، ددې څه کم دوه ميليونه شهيدانو د پاکو ارواو په خاطر د نائل صاحب په څېر وګړو سيورې د بېوزله زدده کوونکو له سره کم مه کړې. امين پاى وايه د ټوپک حاکمه!؟ درنه پوښتنه کوم تايې خاوند وژلی دا درته نه واېمه چې تا وژلې ولی خو هو: ددې ځواب به نن ضرور راکوې چې د مقتول ښځه نن هغه ورستئ دمينې نښه ټيکری د خپل خاوند پر قبر و ځړوي اوکه يې د سوال لپاره کومه کوڅه کې خپور کړي؟!
haji saib ta dey allah janatona wer naseb kdey
waley setergey na wately
che ye tata bad kateley
wali las na mate deloo che ye ta nakha kawely
ningrahar khafa khafa woo
chaprehar pa jjada sar woo che da sta da mergh khabar
sa da soley terjoman wey wey aziam azim insan wey
dukh manan dey murda bad dey ter tertla zinda bad ye
ta da elam meshal bal kdo aw da karwan ba rusto neshey
da ba rasey ter maidana shahadat dey mubarak sha a azima kaka jana shahhadat dey mubarak shah a shaheda naell khana ///hidayat ullah dawlatzai// /birmingham
شاغلی سرمعلم عظیم دی الله ج اوس وبښي. نوموړي په پیښور کې په کچه ګړهۍ کې په خلکو باندې ډیر ظلمونه وکړل دا د ۱۹۸۳ نه تر ۱۹۹۶ پورې د کچه ګړۍ د کیمپ د برق ټیکدار وو په ناجایزه توګه یې د خلکو څخه په دیر ظلم سره بیسې اخیستلې ، د حکومت دبجلی نرخ به یو شي وو ده په به په بل نرخ خرڅاولو. د قومونو په مشرانو نه به یې پیسې نه اخیستلې او په بدال کې به یې خلک غرق کړل. شاید چې اوس یی دا ښاغلی په قبر کې کیښنولی وي او ورنه چې ما بجلي نرخوکه او ظلومکه