د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ مقام د وسله والو مخالفینو د برید هڅه شنډ کړای شوه او په ترڅ کې د وسله والو مخالفینو یو قوماندان ووژل شو او دوه ملګرې یې ټپیان شول .

وسله والو مخالفینو غوښتل چې تېره شپه د چک ولسوالۍ په مقام حملې ترسره کړي،چې د امنیتي ځواکونو له لورې ورته له وړاندې په هغمږۍ سره چمتوالی نیولی وو،چې په ترڅ کې نښته رامنځته شوه،چې د وسله والو مخالفینو یو قوماندان ذبیح الله چې مشهور په عباس دی وژل شوی او د هغه دوه نور ملګرې سخت ټپیان شوي دي .

په یاده سیمه کې وسله والو یو شمېر نور وسله والو مخالفینو هم شتون درلود،چې له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي دي.
په دغه پئښه کې امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی .

درنښت
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *