تاند- د چین له لوري د لسګونو ملیون ډالرو په ارزښت وسلې، مهمات او مخابراتي وسایل په یوه الوتکه کې نن /یکشنبه/ د کابل هوايي ډګر ته راورسېدل او د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر ته وسپارل شول.

دا وسایل او وسلې په کابل کې د چین د سفیر یوجین له لوري ښاغلي اتمر ته وروسته له دې وسپارل شوې چې د هغو په اړه سند د چین سفیر او د افغانستان د دفاع وزارت د امنیتي مرستیال غلام سخي احمدزي ترمنځ لاسلیک شو.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د دغو وسلو د ترلاسه کولو په مهال له چینايي چارواکو مننه وکړه، ویې ویل«دا د چین له لوري افغانستان ته د مرستو پیلامه ده، نورې مرستې به هم راورسېږي.»

په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت شورا ویندوی تواب غورځنګ هیله څرګنده کړه چې د چین له لوري به افغانستان ته دا ډول مرستې دوام وکړي ځکه چې نړیوال تروریزم د دوو هیوادونو همکارۍ ته اړتیا لري.

ده په دې اړه څه ونه ویل چې د چین او افغانستان ترمنځ د شوې موافقې پر اساس دا هیواد افغانستان ته څومره او څه ډول وسلې او نور وسایل ورکوي، خو ویې ویل چې چین به هر راز وسلې چې افغان امنیتي ځواکونه ورته اړتیا ولري، افغانستان ته ورکړي.

3 thoughts on “په چینايي وسلو بار الوتکه د کابل هوايي ډګر ته راورسېده”
  1. دآفغان حکومت ددې چينائې وسلو په ساتنه کي پوره مسوليت لري چه دا وسلې دمخاليفونو او دپاکستان ولاس ته يا ونشنلستي افرادو په لاس ونه لويږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *