تاند- په پیکینګ او د چین په نورو ایالتونو کې امریکايي دیپلوماتانو او کارکوونکو ته خبرداری ورکړل شوی چې که د سترګو په نظر یا د غوږو په اورېدو کې یې ستونزه احساس کړه، فوراً چارواکي خبر کړي.
امریکايي دیپلوماتانو او کارکوونکو ته دا خبرداری د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وروسته له دې ورکړ چې د چین په ګوانګ ژو ښار کې د امریکا د کونسلګرۍ په یوه کارکوونکي کې د مرموزې ناروغۍ نښې وموندل شوې.
امریکا تراوسه پورې د چین پر حکومت په دې برخه کې کوم تور نه دی پورې کړی.
په پیکینګ کې د امریکا د سفارت یوه ویندوی وویل چې د ګوانګ ژو د کونسلګرۍ کارکوونکي ته مغزي سکته پېښه شوې ده خو سکته یې شدیده نه ده.
په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي چې ګوانګ ژو ښار ته یې طبي ډله لېږلې ده.
سفارت ویلي چې د داسې ناروغۍ په دلیل نه پوهېږي او په دې باب معلومات نه لري چې دا ډول ناروغي د چین په کومه بله برخه کې شته یا لیدل شوې او که نه ده.
تر دې پخوا په کیوبا کې څو کاناډايي دیپلوماتان له دې ډول ستونزې سره مخامخ شوي وو.