برقي موټر

تاند- په چین کې د هوا د ککړتیا د کمولو او د انرژۍ د سمپولو لپاره د حکومت له هڅوونکې پالیسۍ وروسته په یوه کال کې د برقي موټرو تولید درې برابره زیات شوی دی.

د چین سینهوا خبري اژانس نن /دوشنبه/ په یوه راپور کې وویل چې د دغه هیواد د صنعت او ټکنالوژۍ وزارت وايي چې په ۲۰۱۴ میلادي کال په چین کې پر چارجېدونکو بېټریو د چلېدونکو موټرو تولید درې هومره زیات شوی او اوس ۲۵ زره ۴۰۰ ته رسېدلی دی.

په چین کې د برقي موټرو تولید وروسته له دې زیات شو چې د دغه هیواد حکومت په لویو ښارونو کې د هوا د ککړتیا د کمولو او د تېلو د مصرف د لږولو لپاره د برقي موټرو جوړوونکو ته امتیازونه ومنل.

د هوا د ککړتیا له پلوه د چین ښارونه د نړۍ خورا ککړ ښارونه ګڼل کېږي.

د چین د صنعت او ټکنالوژۍ وزارت وايي چې په تېر میلادي کال کې په دغه هیواد کې د برقي موټرو تولید ۴۰۰ فیصده او د نیمه برقي موټرو(Hybrid electric vehicles) تولید ۵۰۰ فیصده زیات شوی دی.

پر دې اساس په ۲۰۱۴ میلادي کال په چین کې ټولټال ۱۱ زره برقي او۷ ۲۵۷ نیمه برقي موټر جوړ شوي دي.

د شینهوا د راپور له مخې سږ کال تر مارچ میاشتې پوري په چین کې ۱۳۵۰۰ برقي موټر جوړ شوي چې دا د تېر کال د مارچ د ورته مودې په پرتله درې هومره زیاتوالی ښيي.

د ۲۰۱۴ تر پایه په چین کې ټولټال ۸۳ زره برقي موټر موجود ول.

پخوا د چین د ترانسپورت وزارت ویلي و چې تر ۲۰۲۰ پوري به د چین پر سړکونو ۳ لکه برقي موټر ګرځي.

خو اوس چین هڅه کوي چې تر ۲۰۲۰ پوري یوازې ۲ لکه برقي بسونه او یولک ټکسیان په ښارونو کې توزیع شي.

د ۲۰۱۴ کال تر دسمبر پوري په نړۍ کې ۷ لکه ۱۲۰۰۰ برقي موټر پلورل شوي دي. تر ټولو زیات برقي موټر د امریکا په متحدو ایالتونو کې دي. د امریکا پر سړکونو نژدې درې لکه (۲۹۰۰۰۰) برقي موټر چلېږي چې په نړۍ کې د ټولو پلورل شویو برقي موټرو په سلو کې ۴۱ کېږي. ورپسې زیات برقي موټر په جاپان کې پلورل شوي. په جاپان کې له ۲۰۰۹ م کال څخه د ۲۰۱۴ تر پایه ۱۰۸۰۰۰ برقي موټر پلورل شوي دي. ورپسې چین دی.

خو د دغو درو هیوادونو نفوس او د موټرو شمېر هم زیات دی. که دا دوې خبرې په پام کې ونیول شي تر ټولو زیات برقي موټر په ناروې کې دي.

په ناروې کې، چې د تېلو یو مهم صادروونکی او تولیدوونکی هیواد دی، تر ټولو زیات برقي موټر پلورل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *