تاند-  د چین په شمال ختیځ کې ډاکترانو د ۱۷ افغان ماشومانو د زړه جراحي عملیات وکړل.

دا لومړی ځل دی چې یو شمېر افغان ماشومان په چین کې د دغه هیواد د صلیب د کمېټې په مرسته تداوي کېږي.

تر دې وړاندې په سلګونو افغان ماشومان د درملنې لپاره جرمني او امریکا ته بېول شوي دي.

چین ته ۱۷ افغان ماشومان، چې د زړه په ناروغیو اخته ول، وروسته له دې یووړل شول، چې یو چینايي پلاوی تېره میاشت کابل ته لاړ څو په خپل هیواد کې د افغان ماشومانو د درملنې په اړه خبرې وکړي.

د دغو ماشومانو لومړۍ ډله، چې ۲۱ تنه ول او عمرونه یې د ۲ او ۱۴ کلونو ترمنځ دي، د اګست په ۳۰ مه د (شین جین) د طبي پوهنتون په روغتون کې بستري شول.

د روغتون د جراحي څانګې ريیس ژانګ هایي د پنجشنبې په ورځ / د پنجشنبې/ سیمه ییزو رسنیو ته وویل، د دوشنبې تر ورځې پورې د ۱۷ تنو افغان ماشومانو د زړه جراحي عملیات په کامیابۍ ترسره شول او اوس د ښه کېدو په حال کې دي.

ده همداراز وویل، ټاکل شوې ده چې ماشومان ۱۵ ورځې نور هم په روغتون کې تېرې کړي.

د چین د سره صلیب کمېټې ویلي چې دوی غواړي د ۱۰۰ ماشومانو درملنه وکړي.

د افغانستان سره میاشت ټولنه وايي چې نژدې ۷ زره افغان ماشومان د زړه په ناروغیو اخته دي او درملنې ته اړتیا لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *