تاند- ډېر کلونه کېږي چې په نړۍ کې اوبه او خواړه په ډبو یا بوتلونو کې پلورل کېږي خو دا به مو لا نه وي اورېدلي چې هوا دې هم په بوتلونو کې وپلورل شي.

یو وخت، ډېر لېري نه څه باندې یوه لسیزه مخکې، زموږ په هیواد کې اکثرو خلکو نه د بوتل اوبه پېژندلې او نه یې کنسرو شوي خواړه. خو اوس یې د هر چا په لاس کې وینو.

خو په چین کې، چې د ښارونو هوا یې په نړۍ کې تر ټولو خرابه بلل کېږي، ضرورت پیدا شوی چې خلک پاکه هوا په بیه واخلي.

دا بوتلونه چې وینئ له هوا ډک دي. دا هوا په غرنیو سیمو کې، چې د موټرو او فابریکو دله لوګیو لېرې دي، له پاکې هوا ډک شوي او په ښارونو کې یې خلک استعمالوي.

د روغتیا نړیوالې ادارې د هوا ککړتیا د چین لپاره تر ټولو لویه ستونزه بللې ده. چینایان د پیسو د ترلاسه کولو لپاره هڅه نه کوي چې پر فابریکو، موټرونو او د هوا پر نورو ککړوونکو فشار راوړي چې یو څه زیاتې پیسې مصرف کړي څو هوا لږ ککړه شي.

خو چینایان دا ده اوس د دې ستونزې غم په دې نوې شیوه خوري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *