تاند- چین وايي، په دغه هیواد کې له انترنیټ څخه د کار اخیستونکو شمېر ۷۱۰ ملیون تنو ته رسېدلی دی چې د دغه هیواد د ټول نفوس تر نیمايي یو څه زیات دی.
د چین د انترنیتي معلوماتو مرکز په دغه هیواد کې له انترنیټ څخه د کار اخیستونکو د شمېر په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي چې د سږ کال د جون د میاشتې تر پایه په دغه هیواد کې له انترنیټه د کار اخیستونکو شمېر ۷۱۰ ملیون تنو ته ورسېد چې د دغه هیواد د نفوسو ۵۱ اعشاریه ۷ فیصده کېږي.
په دې راپور کې ویل شوي چې د انترنیټ ۱۹۱ ملیون تنه کاروونکي، چې د ټولو په سلو کې ۲۷ کېږي، کلیوال دي یا په کلیو کې اوسي.
د چین د رسمي خبري اژانس سینهوا د راپور له مخې، ۶۵۶ ملیونه چینایان د موبایل ټېلفون یا ملفون په وسیله انترنیټ ګوري چې د ټولو انترنیټ کاروونکو په سلو کې ۹۲.۲ کېږي.
په دې راپور کې دا هم ویل شوي چې د انترنیټ هر چینايي کاروونکی په متوسط ډول د ورځې ۳.۸ ساعته د ویبپاڼو په لیدلو تېروي.
په چین کې ۴ ملیونه او ۲۳۰ زره ویبپاڼې فعالې دي او هر کال څه باندې ۲۶ فیصده پرې زیاتېږي.
په چین کې د موبایل یا ملفون لرونکو شمېر ۶۶۸ ملیون تنو ته رسېږي چې د دغه هیواد تقریباً د نیمايي نفوس برابر دی. د دوی په منځ کې تر ۹۰ قیصده زیات له انترنیټ سره وصل دی.