د افغانستان ملی یوالی ګوند د اروپايي شورا په نوښت په اروپا کي د یو شمیر میشتو افغانانو لخو ا زموږ په هیواد د شوروی اتحاد د سرو لښکرو د تیری د 37 م کال د پوره کیدو په مناسبت غونډه وکړه.
د چهارشنبې په ورځ د دی ورځی د غندنی او د افغانستان ، سیمی او نړۍ لپاره ددی تیری د پایلو د څیړلو غونډه د دنمارک هیواد فیدریشیا ښار کی جوړه شوه.
غونډه کی د ملی یوالی ګوند د غړیو برسیره د وطن ګوند ،د ملی تحریک ، دتفاهم نهضت استازو او مستقلو شخصیتونو ګډون کړی و .
د غونډی په پیل کی د عزیزالله حقپال لخوا ګډونوالو راتګ ته ښه راغلاست وویل شو. غونډه د ًقران کریم د څو ایتونو په تلاوت او د ملی سرود په غږولو سره رسمأ پرانستل شوه .
لومړی د ملی یوالي ګوند د اروپایی شورا ریس حبیب الرحمن حبیبی لخوا اساسی وینا د شوروی اتحاد د تجاوز او د هغه د پایلوپه اړوند واورول شوه.
ورپسی د وطن ګوند د اروپایی شورا ریس عبدالمبین مبین ،محترمی ډاکترې وږمی امین، د هیواد علمی شخصیت حبیب الرحمن زهیر، عزیزالله حقپال ، انجنیر عبدالاحد عزیزی غلام حضرت احساس پیښوری شینواری داکتر بادام شفق . شاولی ارین ،عبدالهادی بیله وال ،عبدالغنی بارکزی او سهراب هر یوه په خپل وار د موضوع په اړه هر اړخیزی خبری وکړی.
ویناوالو د 1358 کال د جدی پر شپږمه زموږ پر خاوره دشوروی اتحاد تجاوز په کلکه وغانده .
ګډونوالو د هیواد او سیمی د بدبختی او بی ثباتي ، د قومی ،محلی او منطقوی تضادونو درامنځته کیدو او په هیواد ، سیمه او نړۍ کی د بنسټپالنی دمرکزونو د ایجاد او فعالیت لوی عامل همدا د شوروي اتحاد د تجاوز پابلی وبللی.
د غونډی برخوالو د بهرنیو مداخلو په وړاندی د ټولو هیوادوالو ملی ګوندونو او سازمانونو څخه وغوښتل چی د هر ډول محلی، ژبنی مذهبی تعصباتو پرته دیو موټی او بیدار ملت په ټوګه د بهرنی هیوادو د استخباراتی معاملو په وړاندی کلکه مبارزه او پدی لاره کی د دولت سره د هر ډول بنسټ بالني په وړاندي کړنو کی همکار وی.
عزیز الله حقپال