نيټه ٨،٨،١٣٩٢
کندهار افغانستان ـ نن سهار نږدې ٤:٣٠ بجې د ډنډ ولسوالۍ په مربوطاتو کي مخپټو موټر سيکل سپرو د يادي ولسوالۍ پر يوه ښځينه پوليسه او د هغې پر زوی وسله وال بريد وکړ.
ياده پېښه هغه مهال رامنځته سوه چي کله په ډنډ ولسوالۍ کي ښځينه پوليسه او زوی يې د ولسوالۍ پر لور روان وه.
په پېښه کي ښځينه پوليسه زخمي سوې او په بېړني ډول روغتون ته د درملني په موخه لېږدول سوې، خو زوی يې شهيد سوی دی.
وسلوال مخالفين تل په دې هڅه دي چي په خلکو کي وېره راوپاروي او ددې ډول پېښو په ترسره کولو د افغانانو کورنۍ د وير پر ټغر کښېنوي خو په مقابل کې يې دوی له خپلو بادارانو څخه څه نا څه امتياز تر لاسه کړي، خو د دوی دا ډول وحشيانه کړني هيڅکله هم د افغانانو لوړه روحيه نه سي زيانمنولای.