رفيع الله مندوخېل، ږوب  

 د جنوبي پښتونخوا په تاريخي سيمه  ږوب کې د نوروز دوديزه پسرلنۍ مشاعره  او د دوو تازه چاپ شويو کتابونو د مخکتنې غونډه  د پښتو مترقي ليکوال له خوا د جنوبي پښتونخوا په تاريخي سیمه  ږوب کې د پنجشنبې په ورځ ترسره شوه، چې په کې سلګونه شاعرانو، ليکوالانو او د ادب مينه والو ګډون کړی  و.

غونډه  په دوو برخو وېشل شوې، چې لومړۍ يې د نازک خيال او ځوان شاعر بهارناصر پر چاپ شويو دوو کتابونو شعري مجموعې (ټپې پر دېوالونو) او د لنډو کيسو مجموعې (ربړين لنګري) ليکل شويو مقالو ته  او دوهمه يې هم د نوروز په مناسبت مشاعرې ته ځانګړې شوې وه.

د لومړۍ برخې  صدارت د پښتانه  مترقي ليکوال مشر شريف  شېراني وکړ او مشر مېلمه  يې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال غړی  سائين انور شېراني وو. د سټېج چارې د خراسان ادبي کاروان  مسرور موسی خېل پر مخ بيولې. په غونډه کې د ږوب، شېراني او د کلاسيف الله  سيمې شاعرانو او ليکوالانو ګډون کړی وو.

غونډه د قران کريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه، چې بيا وروسته پروفېسر هنرمل کاکړ، رحمت  زلمي مندوخېل، شريف شېراني، شهيم کاکړ او نسيم خان مندوخېل خپلې ليکل شوې مقالې ګډون کوونکيو ته واورولې او بهارناصر ته  يې پر کتاب چاپولو مبارکي وويله.

د ږوب  د سيمې ځوان  شاعر نسيم مندوخېل  د خپلې مقالې په يوه برخه کې وويل:

« دا يو منل شوی حقيقت  دی، چې پښتانه له نړۍ سره د ژوند په يوه ډګر کې هم د سيالۍ او مسابقت  دعوه ګير نه شي پاتېدلای، ځکه چې پښتانه له نوري نړۍ برعکس له ساينس، ټيکنالوژۍ، فلسفې، نفسيات، تحقيق او تنقيد ډېر لرې دي. د اوسني عصر له  تقاضو خبرېدل او د هغه لپاره د قام د سوکالۍ په خاطر انفرادي ذمه واري پېژندل د دې يواځينی حل دی.»

د ملتپال پښتونخوا ملي عوامي ګوند سيکرټر قيوم  ايډوکېټ، سائين انورشېراني، عبدل خان وياله وال او سلام کاکړ په  خپله وينا کې ټولو ګډون کوونکيو ته د نورو مبارکي وويله، د بهارناصر د شاعرۍ ستاينه  يې وکړه، د هغه تازه چاپ شوي کتابونه يې د پښتو ادب او ژبې د غني کېدو او پر مختګ په برخه کې يوه  ښه هڅه وبلله او ويې ويل چې ادبي او کلتوري غونډې د ځوانانو د ذهني ودي او کلتور ژوندي ساتلو لپاره ګټوري تمامېږي. شاعران، اديبان او فرهنګيان د ټولنې دکلتور او فرهنګ ارزښتونه نړيوالوته ورپېژني او په  خبره يې شاعر د اولس ترجمان او د تمدن او پرمختګ سمبول دی. شاعران او ليکوالان د قامونو په خپلواکۍ کې مهم رول لوبوي، د کومو قامونو چې ادب پياوړی وي، ناورينونه يې د نورو په پر تله لږ وي.

د پښتو مترقي ليکوال  کلاسيف الله مشر او پي ټي ايم  فعال غړي محب الله شېراز په خپله علمي وينا کې د نوروز پر تاريخي ارزښت رڼا واچوله او دا ورځ يې د ځپل شويو پښتنو لپاره د نوي کال او خوښۍ زېری وباله.

د پرتمنې غونډې  دوهمه برخه مشاعرې ته  ځانګړې شوې وه، چې صدارت يې محب شېراز  وکړ او مشر مېلمه يې د کلاسيف الله شاعر او ليکوال  سلام کاکړ وو. په مشاعره کې حبيب رومان، سعيد حريفال، همدردعالمګير، حسېن عالم حسين، عمرڅراغ،  سراج رومان، فرازګل حريفال، تنها وزير، ګران ولات مندوخېل، حسن تونيوال، رزاق بريال، عمران مندوخېل، شريف شېراني، سمسورکاکړ، رازق جار ساپي، فضل سهېل حريفال، سپرلي افغان، نسيم مندوخېل، سليم ساګر او قربان پښتون خپل نظمونه  او غزلې وړاندې کړې.

     غزل

سندور  د لمر د مخ  يې له کرنګ سره  ګډ کړی

په تا کې يې د اور د اوبو رنګ  سره ګـــډ کړی

خمار يې د نړۍ په  تا کې ټوله راغونډ کـــــــړی

انګور  يې خمير کړی بيا يې بنګ سره ګډ کړی

دا ستا د خولو بوی دی او که  عرق دی د ګلابو

جاسمين او د ببري او د لونګ  سره ګډ کـــــړی

موذنه  درپوهېږمه  په دوه ځـــــــــايه  مئین يې

د غاړې ترنم دي له  ازنګ سره ګــــــــــــــــډ کړی

سرود د فطرت  ږغ دی په دې ږغ کې يې بهاره!

توپان د ربابي د زړه  له ترنګ سره ګــــــډ کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *