ژباړن : محب الله آرمل-
په ژمي کې ورځې لنډې وي لمر په بيړه ژړيړ شي، د غره تر شا غلی شي او تياره واکمنه شي. نو د ماشومانو لپاره د فزيکي فعاليتونو وخت کم وي ، لاندې لارې چارې به له تاسې سره مرسته وکړي چې ماشومان مو په ژمي کې په کافي اندازه تمرينونه وکړي .
۱ ــ الکترونيکي وسايل مړه کړئ
که والدين الکترونکي وسايل لکه تلويزيون، کمپيوټر، آيپډ، راډيو … او نور ګول کړي نو ماشومان مجبوريږي چې کوم بل فعاليت وکړي.
دا چاره امکان لري چې د ماشوم د فزيکي فعاليت سربېره د ده په ټولينزو اړيکو او راشه و درشه هم مثبت اغېز پرېباسي، هنري خلاقيت يې پياوړی شي او تخيل يې د پرمختګ لار و مومي، د دې لارښوونې تر څنګ داهم اړينه ده چې د لوبو وسايل ورته واخیستل شي چې ماشومان يې غواړي او سپارښتنه يې کوي .
۲ ــ له ماشومانو سره لوبې وکړئ
له سړې هوا مه بېرېږئ، يوازې خپل ماشومان په تودو جامو پټ کړئ او نور بېغه بهر ووځئ ځکه چې تر کور زيات او ښه فعاليتونه د باندې په سم ډول ممکن دي. له کوره دباندې ماشوم کولی شي آزاده هوا تنفس کړي او د لمر له وړانګو تودوخه واخلي. دغه ډول کړه حياتي رول لري او پرمټ يې ستاسې ماشوم د جسمي او روحي سلامتۍ څښتن کيږي .
—————————–
د ماشومانو د روزنې لپاره که لیکنې لرئ هیله ده چې تاند ته یې راولېږئ. تاند ډېر ژر د ماشومانو لپاره ځانګړې ویبپاڼه خپروي.